الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کمپنۍ پله څخه د ګچ تر فابریکې پورې د کابل–کندهار سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو


د څوارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ له پله څخه د ګچ تر فابریکې پورې د کابل–کندهار سړک د جوړولو او پراختیا په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې مهمې پروژې د پلي کېدو په برخه کې همکار و اوسي.
د څوارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني د دې سړک د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې، دا سړک د کابل ښار د لوېدیځ زون د اقتصادي دهلېز په توګه پېژندل کېږي. نوموړي د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل چې، د خپلو ملکیتونو د اسنادو د بشپړولو لپاره هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
ورته مهال د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر عبدالعزیز وویل چې، د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې ورڅېرمه سیمې اقتصادي وده وکړي بلکې، د لوېدیځ او سویلي ولایتونو اوسېدونکو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې ۲۵۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د کړنلارې او اصولو له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
همدا راز ښاریانو ته ډاډ ورکړل شو چې، د استملاک په بهیر کې به د دوی حقونه خوندي وي او د هغوی ټولو اندېښنو ته به معقول ځوابونه وویل شي.