الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې له اوسېدونکو سره د ودانیز جواز د ساده شویو پړاوونو په اړه د پوهاوي ناسته ترسره شوه


د کابل ښاروالۍ له خوا په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز د ساده او آسانه شویو پړاوونو په اړه د لومړۍ ناحیې له اوسېدونکو سره د پوهاوي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ودانیز جواز د صادرولو او تحلیل رئیس انجنیر محمد بشیر اماني ډاډ ورکړ چې، پخواني پېچلي پړاونه را لنډ شوي او د ودانیز جواز د اخیستلو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي، څو ښاریان وکولای شي په آسانه توګه جواز ترلاسه او ودانۍ جوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې اصلاحاتو په پلي کېدو سره به د ښاري خدمتونو په برخه کې کړنلارې او اصول په ډاګه او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین ښاریان د قانون مراعتولو ته وهڅول او ویې ویل چې، اوس مهال د کابل ښاروالۍ ډیری اداري پړاوونه ساده شوي دي څو ښاریان وکولای شي په پوره ډاډ د ودانیو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي او د کور د نشتوالي ستونزه په بنسټیزه توګه هواره شي.
همدا راز په ناسته کې په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز اخیستلو پړاونه هم په تفصیل سره تشریح شول.
د دې برنامې ګډونوالو د دا ډول برنامو ترسره کول ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې، د ودانیز جواز د پړاونو عملي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ او د چارو ادارې لوی ریاست له خوا په دې وروستیو کې د ودانیز جواز د اخیستلو په برخه کې اړین اصلاحات رامنځته شوي او د پلي کېدو وړ دي.