
د کابل ښاروالۍ له خوا د عامه پوهاوي د برنامو پر دوام، په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز د ساده او آسانه شویو پړاوونو په اړه د دویمې ناحیې له اوسېدونکو سره د پوهاوي ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ مسئولینو د ساده شویو پړاوونو او اصلاحاتو موخه، ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کول وبلل او ویې ویل چې، په دې کار سره به د ودانیو جوړولو په برخه کې خوندي پانګونې ته زمینه برابره او ښاریان به په پوره ډاډ خپلې ودانۍ جوړې کړي.
مسئولینو زیاته کړه چې، پخواني پېچلي پړاونه را لنډ شوي او د ودانیز جواز د اخیستلو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. دوی وویل چې، د دغو اصلاحاتو په پلي کېدو سره به د ښاري خدمتونو په برخه کې کړنلارې او اصول په ډاګه او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي.
ګډونوالو د دا ډول برنامو ترسره کول ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې، د ودانیز جواز د پړاونو عملي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې، په دې ورستیو کې ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اړوند ادارو له خوا د ودانیز جواز پړاوونه ساده شوي او د پلي کېدو وړ دي.
د دویمې ناحیې له اوسېدونکو سره د ودانیز جواز د ساده شویو پړاوونو په اړه د پوهاوي ناسته ترسره شوه


