الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په درېیمه ناحیه کې د ودانیزجواز د ساده شویو پړاونو په اړه پوهاوی ورکړل شو


کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي د برنامو په دوام، داځل د درېیمې ناحیې اوسېدونکو لپاره یوه غونډه ترسره کړه تر څو په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د ودانیز جواز د صادرولو ساده شوی بهیر دوی ته ور وپېژندل شي.
په دې غونډه کې مسئولینو ټینګار وکړ چې، د دغو اصلاحاتو موخه، د اداري پېچلتیاوو کمښت او د سندونو د اداري پړاونو په ترسره کولو کې ښاریانو ته د لا زیاتو آسانتیاوو برابرول دي.
د هغوی په وینا، د پړاوونو په ساده کېدو سره د ودانیز سکتور په برخه کې د پانګونې زمینه برابره شوې او ښاریان کولای شي په ډاډه توګه د ودانیو جوړولو ته اقدام وکړي.
په دې برنامه کې، د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د ولسي چارو د همغږۍ ریاست استازی مولوي حمدالله حقاني او د درېیمې ناحیې د ګذروکیلانو د شورا رئیس الحاج عبدالحي یوسفي هم خبرې وکړې او د ښاریانو د پوهاوي، له کابل ښاروالۍ سره د خلکو مرسته او د ښاري دوامدار نظم په ښه والي کې یې د دې بهیر پر اهمیت ټینګار وکړ.
دغه راز د کابل ښاروالۍ تخنیکي مسئولینو یادونه وکړه چې، پخواني پېچلي پړاوونه آسانه شوي او اوس د ودانیز جواز د صادرولو پړاوونه په شفاف ډول تنظیم شوي دي.
هغوی زیاته کړه چې، د دغو اصلاحاتو په عملي کېدو سره به د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو بهیر ګړندی او په اداري چارو کې به د شفافیت کچه نوره هم لوړه شي.
د دې برنامې په ترڅ کې ګډونوالو له دغه اقدام څخه د هرکلي تر څنګ، د دا ډول غونډو جوړول ګټور وبلل او په یاده برخه کې یې له کابل ښاروالۍ سره د هر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې، د ودانیز جواز د صادرولو د پړاونو ساده کول، په دې وروستیو کې د ښاریانو لپاره د لا زیاتو آسانتیا په موخه، نهایي شوي او د عملي کېدو وړ دي.