
د کابل ښاروالۍ له خوا په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز د ساده او آسانه شویو پړاوونو په اړه د څلورمې ناحیې اړوند سیمو د اوسېدونکو استازو ته پوهاوی ورکړل شو.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ مسئولینو وویل چې، د ودانیز جواز پېچلي پړاونه آسانه او ساده شوي څو ښاریان وکولای شي په آسانۍ سره ودانیز جواز ترلاسه او د خپلې ودانۍ د جوړولو په اړه یې اقدام وکړي.
د دغو اصلاحاتو په پلي کېدو سره به د ښاري خدمتونو په برخه کې کړنلارې او اصول په ډاګه او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست استازي حمدالله حقاني هر یوه په خپلو خبرو کې ښاریان د قانون منلو ته راوبلل او زیاته یې کړه چې، د ښاریانو پر ځای غوښتنو ته رسېدنه کېږي او د نویو اصلاحاتو له مخې؛ ښاریان کولای شي په آسانه توګه د خپلو سندونو اداري پړاوونه ترسره کړي. همدا راز دوی ډاډه کېږي چې، د ودانیو د جوړولو په برخه کې خوندي پانګونه کولای شي.
په دې برنامه کې په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز د اخیستلو په اړه هم معلومات وړاندې شول.
ورته مهال د څلورمې ناحیې د عالمانو شورا رئیس مولوي کریم الله ثاقب، د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي محمد ادریس او د دوه ویشت ګونو ناحیو د ځوانانو شورا رئیس امید وزیري د دا ډول برنامو ترسره کول ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې، د ودانیز جواز د پړاونو د عملي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
په څلورمه ناحیه کې د ودانیز جواز د ساده شویو پړاوونو په اړه ښاریانو ته پوهاوی ورکړل شو


