
کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې د اوسېدونکو له استازو سره په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د ودانیز جواز د صادرېدو د پړاوونو د څرنګوالي په اړه د پوهاوي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د ودانیز جواز د صادرولو بهیر په دې وروستیو کې آسانه او چټک شوی دی.
اړوند مسئولینو څرګنده کړه چې، پخوانۍ پېچلې او وختنیوونکې پړاوونه لنډ او ساده شوې دي، څو ښاریان وکولای شي په آسانۍ سره ودانیز جواز ترلاسه او د ودانۍ د جوړولو چارې پیل کړي.
د هغوی په وینا، د نویو اصلاحاتو په عملي کېدو او د ځانګړو اصولو، لارښوونو او کړنلارو په پام کې نیولو سره به ښاري چوپړتیاوې چټکې او اداري روڼتیا به هم ښه والی ومومي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ مسئولینو ښاریان د قانون منلو او د معقولو او پرحقه غوښتنو وړاندې کولو ته وهڅول او زیاته یې کړه چې، دا اصلاحات د قانوني سندونو د اداري پړاوونو د ترسره کولو په برخه کې د آسانتیا او د ودانیز سکتور د خوندي پانګونې د هڅونې لپاره پلي شوي دي، هغه اقدام چې کولی شي د سرپناه د ستونزو په کمښت کې هم اغېزمن تمام شي.
همدا شان په دې غونډه کې په پلاني او غیرپلاني سیمو کې د ودانیز جواز د صادرولو پړاوونه په تفصیل سره تشریح شول.
په پای کې دغونډې ګډونوالو د دا ډول برنامو جوړول ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې، د ودانیز جواز د صادرولو د پړاوونو د عملي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
د پنځمې ناحیې له اوسېدونکو سره د ودانیز جواز د پړاوونو په اړه د پوهاوي غونډه ترسره شوه


