الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د ودانیز جواز د ساده شویو پړاوونو په اړه پوهاوی ورکړل شو


د کابل ښاروالۍ له خوا په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز د ساده او آسانه شویو پړاوونو په اړه د شپږمې ناحیې اوسېدونکو ته پوهاوی ورکړل شو.
اړوند مسئولینو وویل چې، پخواني پیچلي پړاوونه اوس ساده او آسانه شوي دي څو ښاریان وکولای شي په آسانه توګه ودانیز جواز ترلاسه او معیاري ودانۍ جوړې کړي.
د دوی په وینا؛ د دغو اصلاحاتو په پلي کېدو سره به د ښاري خدمتونو په برخه کې کړنلارې او اصول په ډاګه او د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به روڼتیا او چټکتیا رامنځته شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو ښاریان د قانون منلو ته راته وبلل او زیاته یې کړه چې، د ښاریانو پر ځای غوښتنو ته رسېدنه کېږي او د نویو اصلاحاتو له مخې؛ ښاریان کولای شي په آسانه توګه د خپلو قانوني سندونو اداري پړاوونه ترسره کړي. همدا راز دوی ډاډه کېږي چې، د ودانیو د جوړولو په برخه کې خوندي پانګونه کولای شي. ګډونوالو د دا ډول برنامو ترسره کول ګټور وبلل او ژمنه یې وکړه چې، د ودانیز جواز د پړاونو عملي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې، په دې برنامه کې په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیز جواز د اخیستلو په اړه هم معلومات وړاندې شول.