
کابل یوازې یو ښار نه دی، بلکې د زمانو یو کتاب، دلته هره ډبره یوه کیسه لري، هره کوڅه د تاریخ یو فصل دی. په دې ښار کې، د شیر دروازې غره په لمنه کې د ښار سوېل ته، یوه ښکلې ماڼۍ ولاړ ده، غلې خو له یادونو او خاطرو ډکه.
د کابل چهلستون ماڼۍ د شاه زمان خان د واکمنۍ پر مهال، جوړه شوه او تر ورانېدو مخکې د کابل له شاندارو ماڼیو څخه شمېرل کېده. هغه وخت دا ماڼۍ“جهاننما” بلل کېده. یوه لوړه، څلور پوړیزه ودانۍ وه چې، څلوېښت ستنې یې درلودې. خو د ماڼۍ اوسنی شکل او ډول، د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د امیر عبدالرحمن خان په امر جوړه شوه او خپل زوی امیر حبیب الله خان ته یې ډالۍ کړه…
د چهلستون ماڼۍ؛ د کابل ښار د تاریخي عظمت او ټینګښت سمبول


