الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځه سوه فامیليو – قصبې دوه لارې سړک د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو


د پنځلسمې ناحیې اړوند له پنځه سوه فامیليو څلورلارې څخه د قصبې تر دوه لارې پورې (د هوايي ډګر شمال خواته)، د سړک د جوړولو او پراختیا پروژې د پلي کولو په موخه، د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل چې، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې په پلي کولو کې مرسته وکړي.
په دې برنامه کې د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین «امین» او د استملاک ریاست استازي انجنیر جواد «ذکي» په خپلو خبرو کې د دې سړک جوړول او پراخول د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه وبلل. نوموړو زیاته کړه چې، د دې سړک د کم سور له امله د سیمې اوسېدونکي له ترافیکي ستونزو او ګڼې ګوڼې سره مخ او له مناسبو ښاري خدمتونو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
هغوی وویل چې، د دې سړک جوړول او پراختیا د کابل ښار د دوامدارې او معیاري ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. دوی د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل چې، د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاونو د بشپړولو لپاره هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.
د دې سړک په اوږدو کې ۳۰ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د دې سړک جوړول به د ترانسپورتي اسانتیاوو د رامنځته کولو ترڅنګ، د سیمې په اقتصادي وده او د پنځه سوه فامیليو سړک او ورڅېرمه سړکونو د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت کې اغیزمن رول ولوبوي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د طرحې له مخې، دغه سړک د پنځه سوه فامیليو له څلورلارې څخه د هوايي ډګر شمال خوا ته د (قصبې تر دوه لارې) پورې، د ۴۵۶۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره په معیاري ډول ډیزاین شوی چې عملي چارې به یې ډېر ژر پیل شي.