
د پنځمې ناحیې اړوند د کابل–کندهار له سړک څخه تر دارالسلام روغتون او د کابل ښاروالۍ تر مالګدامونو پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول څو د دې پروژې د پلي کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد، د دې سړک د اهمیت د بیانولو ترڅنګ د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل چې، د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاوونو ترسره کولو په موخه هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي. دغه راز نوموړي همداراز له دوی غوښتنه وکړه چې، د خنډونو د پاکولو په برخه کې خپل مسئولیت اداء او له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر سلامالدین ادیب خبرې وکړې او ویې ویل چې، د دې سړک جوړول به د اړوندو سیمو اقتصادي او ټولنیزې ودې او د ښاري زېربناوو پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې ۲۲۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د طرحې له مخې، یاد سړک د ۱۹۹۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی چې، په معیاري او اساسي توګه به جوړ شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پلي کېدو او د کابل ښاروالۍ له نورو ټولګټو پروژو خوښي څرګنده کړه او د هر اړخیزې مرستې ډاډ یې ورکړ.
د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته ډاډ ورکړل شو چې، د دوی استملاکي حقونه خوندي دي او د یو شمېر ښاریانو پوښتنو معقول ځوابونه ورکړل شول.
د کابل–کندهار له سړک څخه د دارالسلام روغتون تر څنګ پورې د سړک جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو


