
د شلمې ناحیې اړوند د لومړۍ برخې له پای وروسته (له چرخ آب سیمې څخه تر سنګ نوشتې) او پر دوام یې تر چهارآسیاب پورې د کابل–لوګر سړک د دویمې او درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا پروژې د پلي کولو په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو اواوسېدونکو ته پوهاوی ورکړل شو.
د شلمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن «بشیر» په خپلو خبرو کې د دې سړک اهمیت بیان کړ او یې ویل: یاد سړک د کابل ښار په سویلي زون کې یو اقتصادي دهلیز شمېرل کېږي. نوموړي د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل څو هرڅه ژر د خپلو قانونيسندونو د اداري پړاوونو ترسره کولو په موخه، کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.
همدا راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین «امین» او د استملاک ریاست کارکوونکي انجنیر سلامالدین «ادیب» په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې، د دې پروژې پلي کېدل به له یوې خوا د اړوندو سیمو اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته زمینه برابره کړي اوبله خوا به د هېواد د سویلي ولایتونو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې په اوږدو کې ۳۹۸ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د طرحې له مخې، دا پروژه په ټولیزه توګه ۷۱۹۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سوری لري چې، دویمه برخه یې له چرخ آب سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې ۳ کیلو متره او درېیمه برخه یې له سنګ نوشتې څخه تر چهار آسیاب پورې بیا ۴۱۹۰ متره اوږدوالی لري.
د برنامې په پای کې ښاریانو ته ډاډ ورکړل شو چې، د استملاک په بهیر کې به د هغوی قانوني حقونه خوندي وي. دغه راز د یو شمېر ښاریانو پوښتنو ته معقول ځوابونه وکړل شول.
د کابل–لوګر سړک د دویمې او درېمې برخې د جوړولو او پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو


