کابل ښاروالۍ د ښاري نظم د ټینګښت، د چاپېریال د پاک ساتلو او د اصنافو د فعالیتونو د تنظیم په موخه، د یوولسمې ناحیې د رستورانتونو، قصابیو او نانوايانو مسئولینو ته د عامه پوهاوي برنامه ترسره کړه.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین له خوا د بېلابېلو اصنافو د فعالیت جواز د ترلاسه کولو، د چاپېریال د پاکوالي د معیارونو د مراعاتولو او د ښاري مسئولیتونو په اړه اړین معلومات وړاندې شول، ترڅو د هغوی فعالیتونه د ښاري اصولو او مقرراتو مطابق تنظیم او د ښاریانو روغتیا په ښه توګه خوندي شي.
دغه راز د یوولسمې ناحیې مسئولینو ټینګار وکړ چې، د دې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بازارونو د څارنې لړۍ دوام لري او ښاري سرغړونو او بېنظمیو ته په قانوني توګه رسېدنه کېږي.
په دې برنامه کې د کارځایونو د معیاري کولو او کاشيکارۍ، د کارکوونکو د روغتیايي کارتونو لرلو، د باکیفیته خوراکي توکو د وړاندې کولو، د چاپېریال د پاک ساتلو، په غوره توګه له پلیولارو څخه د ګټې اخیستنې او د نورو ښاري اصولو او مقرراتو د مراعاتولو پر اهمیت ټینګار وشو، ترڅو ښاریانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د سالم، پاک او منظم چاپېریال د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.
د ښاري نظم د ټینګښت په اړه د یوولسمې ناحیې اصنافو ته پوهاوی ورکړل شو


