
د اتمې او شپاړسمې ناحیې اړوند د غازي لوبغالي له څلورلارې څخه د سمنټخانې تر درې لارې او پردوام یې د قلعه زمانخان پروژې په اوږدو کې د کارته نو تر اصلي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک جوړولو پروژې د پلي کېدو په اړه، د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو.
په دې برنامه کې د شپاړسمې ناحیې رئیس مولوي محمدعارف کمالي، دکابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازي انجنیر محمدجواد ذکي، هر یوه په خپلو خبرو کې وویل چې، د دې سړکونو جوړول او پراختیا د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه دي. هغوی زیاته کړه چې، تر دې وړاندې د سیمې اوسېدونکي د سړک د خرابوالي او کم سور له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.
ویناوالوزیاته کړه، د دې پروژې پلي کېدل د کابل ښار په معیاري او دوامدارې پراختیا کې مهم رول لري او د استملاکي ملکیتونو له مالکانو یې غوښتل څو د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاوونو ترسره کولو په موخه، هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.
د معلوماتو له مخې؛ د دې پروژې په اوږدو کې ۳۳۷ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې، له یوې خوا به د یادو سړکونو په جوړېدو سره ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي اوبله خوا به د ملکیتونو ارزښت لوړ او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، د غازي لوبغالي له څلورلارې څخه د سمنټخانې تر درې لارې پورې سړک د ۱۵۷۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو سور او د سمنټخانې له درې لارې څخه د قلعه زمانخان تر پروژې (د کارته نو اصلي سړک) پورې د ۳۴۴۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره طرحه شوی چې، د جوړولو چارې به یې ډېر ژر پیل شي.
دغازي لوبغالي له څلورلارې څخه د کارته نو تر اصلي سړک پورې د نوي سړک د جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو


