الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهبوري له پخواني تم ځای څخه تر سناتوریم پورې د نوي سړک د جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو


د درېیمې او شپږمې ناحیې اړوند د دهبوري له پخواني تم ځای څخه تر سناتوریم سړک پورې د نوي سړک او دغه راز د سناتوریم په سیمه کې د درې کوڅو د جوړولو د پروژې د پلي کېدو په اړه د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول څو د دې پروژو د پلي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
په دې برنامه کې د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازي انجنیر عبدالعزیز حبیب په خپلو خبرو کې یاده پروژه یوه له مهمو زېربنايي پروژو څخه وبلله او ټینګار یې وکړ چې، د دې سړک جوړول به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ترانسپورتي آسانتیاوو په رامنځته کېدو کې اغیزناکه رول ولوبوي.
یادو ویناوالو زیاته کړه چې، په تېرو کلونو کې د سړک د نشتوالي له امله د اړوند سیمو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وو او د دې پروژې پلي کېدل د دوامدارې ښاري پراختیا، د ښاري زېربناوو د معیاري کولو او د کابل ښار د ترانسپورتي شبکې د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام دی.
مسئولینو د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل چې، د خپلو قانوني سندونو د اداري پړاوونو ترسره کولو په موخه،هر څه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې همکار و اوسي.
د یاد سړک په اوږدو کې په ټولیزه توګه ۴۳۹ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې ماکلانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د یاد سړک او کوڅو په جوړېدو سره به دوی ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته، د سیمو اقتصادي ودې او په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلېدو ته زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست د ډیزاین له مخې، دغه سړک به د ۳.۳ کیلومترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د دهبوري له پخواني تم ځای څخه د سناتوریم تر سړک پورې په معیاري توګه جوړ شي. همدا راز د سناتوریم په سیمه کې درې کوڅې په ټولیزه توګه د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په سور سره په معیاري ډول ډیزاین شوې دي چې، په نږدې راتلونکې کې به یې د جوړولو چارې پیل شي.