
د کابل ښاروالۍ له خوا د ښاري سیمو د پراختیا، معیاري تنظیم او ښاري خدمتونو ته د ښاریانو د لاسرسي په موخه، د څوارلسمې ناحیې اړوند د خواجهلکن او پشه يي درې اوسېدونکو ته د نوي ګذر د ټاکلو او د صفایي کتابچو د وېش په اړه پوهاوی ورکړل شو.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي «یاسینزی» او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي مدیر محمود واحدي، د نوي ګذر او وکیل د ټاکلو او د صفایي کتابچې د ترلاسه کولو پر اهمیت خبرې وکړې. دغو ویناوالو ټینګار وکړ چې، دغه بهیر د ښار معیاري، منظمې او دوامداره پراختیا ته زمینه برابروي او ښاري خدمتونو ته د ښاریانو د لاسرسي لامل کېږي.
ویناوالو زیاته کړه: دا چې یو شمېر کلي د څوارلسمې ناحیې په اداري جوړښت کې شامل شوي، په دغو سیمو کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده. همدا راز د خواجهلکن او پشه يي درې کلیو تر پوښښ لاندې راوستلو سره به د دغو سیمو اوسېدونکو ته په منظم ډول ښاري خدمتونه وړاندې شي.
ورپسې د څوارلسمې ناحیې مسئولینو او مشرانو د ښاري مدیریت او پلان جوړونې په برخه کې د ګذر د ټاکلو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ښاري خدمتونو محصول (د صفایي کتابچه) د ښاري خدمتونو د تمویل مهمه سرچینه ده او هغه ښاریان چې، د صفایي کتابچه ترلاسه کوي، د کابل ښاروالۍ له منظمو ښاري خدمتونوڅخه برخمن کېدای شي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو د کابل ښاروالۍ له دې نوښت څخه مننه وکړه او د ښاري مدیریت د لا ښه والي په برخه کې یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه وکړه چې، د ګذر او د ګذر وکیل د ټاکلو او د صفایي کتابچې د وېش په بهیر کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزه مرسته وکړي.
د نوي ګذر د ټاکنې او د صفایي کتابچو د وېش په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه


