الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شه_ید هنګرها څلورلارې د هوايي پلونو او دایروي ریمپونو د جوړولو پروژې په اړه پوهاوی ورکړل شو


د کابل ښاروالۍ له لوري د څلورمې، لسمې او پنځلسمې ناحیې اړوند په شهی_د هنګرها څلورلارې کې د دوو هوايي پلونو او څلورو دایروي ریمپونو د جوړولو پروژې د پلي کېدو په اړه د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول څو د دې مهمې پروژې په پلي کېدو کې همکار و اوسي.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر، محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازي انجینر مولودین بیک‌زاد د دې سترې زېربنايي پروژې د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل. هغوی څرګنده کړه چې، دغه پروژه د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو، د ښاریانو د تګ راتګ د اسانتیا او د ښاري ترانسپورټي شبکې د پیاوړتیا په موخه طرحه شوې ده. په دې پروژه کې ۲۴۷ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
په دې پروژه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له لوري د فول کلورلیف په بڼه یو انټرچېنج طرحه شوی چې، دوه هوايي پلونه، څلور دایروي ریمپونه او اړوند نښلوونکي سړکونه پکې شامل دي. ټاکل شوې ده چې د دې پروژې عملي چارې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.
اصلي هوايي پُل به د قصبې له نوي سړک څخه د سلیم کاروان تر څلورلارې پورې د لسو تګ‌راتګ لینونو په لرلو سره جوړ شي او بل نښلوونکی هوايي پل به د بي‌بي مهرو له نوي سړک څخه د شه_ید هنګرها تر څلورلارې پورې جوړ شي څو، د وسایطو تګ راتګ له تم کېدو او هم‌سطحه تقاطع پرته ترسره شي.
دغه انټرچېنج په ټولیز ډول د ۶۵۴ مترو په اوږدوالي، ۴۵ مترو په سور او ۷ مترو په لوړوالي طرحه شوی دی. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د کابل ښار په دې مهمه سیمه کې د ترافیکي بندښت ستونزه په اساسي توګه هواره شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې ترافیکي ظرفیت د پام وړ لوړ شي، د سفر وخت او د سون‌توکو مصرف به راکم او د ښاریانو لپاره به د خوندي، چټک او منظم تګ راتګ زمینه برابره شي.