د دې کشش لرونکي څاګانو ژوروالی ۱۷۰ سانتي مترهاوپلنوالی یې ۱۵۰ سانتي متره دی چې په مختلف اوږدوالي درلودلو سره په ځینو برخو کې ۲۰ مترو ته هم رسیږي په معیاري توګه جوړولو چارې دوام لري .
دا دځمکې اوبو مدیریت سربېره د ځمکې لاندې اوبو ذخیره کولو او پیاوړي کولو کې خورا مؤثره دي او د دې څاګانو د پایپونو بندېدو په صورت کې په اسانۍ سره بېرته پاکیږي .
د یادونې وړ ده چې د معیاري کانالونو او بندونو رغولو سربېره د کابل ښاروالۍ په اړونده سرکونو د سېلابونو د ستونزو د کمولو لپاره څاګانې کيندلي او له بلې خوا د ځمکې لاندې اوبو تغذیه کول د څخاک اوبو رسولو لپاره یوه ښاري اړتیا ګڼل کېږي .