الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ځوانانو پټ ځواک


✍️ فهیم «دانش»
انسان په خپل ژوند کې له بېلابېلو پړاوونو تېرېږي، خو د ځوانۍ پړاو د ټول عمر شاهکار بلل کېږي. له بلې خوا هره ټولنه د خپلو وګړو پر مټ د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ګام پورته کوي، نو اړینه ده چې په ټولنه کې د ځوانانو له پټو استعدادونو څخه په غوره توګه ګټه پورته او د چارو په ترسره کولو کې پوره ونډه ورکړل شي. ډېری وختونه په ټولنه کې د شته ستونزو د هوارولو په موخه، ځوانانو ته ډېره کمه ونډه ورکول کیږي چې همدا چاره د ځوان نسل استعدادونه کمزوري کوي او پر خپل ځان یې باور له منځه ځي. ځواني د الله تعالی له خوا یو داسې زرین نعمت او پټ مقناطیس دی چې، په سم استعمال سره یې د یوې کورنۍ او ټولنې تاریخ بدلېدلی شي.
ځوانان د هر ملت تر ټولو ستره پانګه ده او د پرمختګ اصلي ځواک بلل کېږي. په هره ټولنه کې باید ځوان نسل ته د زده کړې، روزنې او کار زمینه برابره شي، تر څو وکولی شي روښانه راتلونکی ولري. له بده مرغه ډېری وخت ځوانانو ته د وخت نه ورکولو له امله د هغوی وړتیاوې او استعدادونه پټ پاتې او د وخت په تېرېدو مړاوي او بې ګټې پاتې کیږي. که د ځوانانو وړتیاوې په سمه توګه وکارول شي، نه یوازې اقتصادي پرمختګ چټکتیا مومي، بلکې په پراخه کچه علمي، کلتوري او ټولنیز بدلونونه هم رامنځته کېږي.
ځوانان په ټولنه کې د نوښت، انرژۍ، فکر او بدلون رامنځته کولو استازي ګڼل کیږي، ځکه هغوی داسې ځواک لري چې، کولای شي ټولنې ته نوې لارې پرانیزي. نو په همدې توګه پوښتنه پیدا کیږي چې، د ځوانانو پټ ځواک په څه کې دی او څنګه یې راویښولی او سمه ګټه ترې اخېستلی شو؟
د ځوانانو ځواک یوازې په فزیکي انرژۍ کې نه، بلکې د فکر، استعداد، ارادې او نوښت سره هم مستقیمه اړیکه لري او کولی شو چې، په (علم، زده کړه، نوښت، خلاقیت، انرژۍ، هڅې، ټکنالوژۍ او مهارتونو، اخلاق او شخصیت، یووالی، همکارۍ، ایمان، ارزښتونه او وخت) ته په ارزښت ورکولو سره یې وپېژنو:
د ځوانانو پټ استعدادونه څنګه راویښولی شو؟
په ټولنه کې هر ځوان ځانګړي استعدادونه لري چې په بېلابېلو برخو کې کار ترې اخلي، تر څو وکولی شي شته ستونزې په بریالیتوب سره حل کړي. له دې سربېره، الله تعالی د انسانانو په وجود کې داسې استعدادونه او وړتیاوې ځای پر ځای کړي چې، په پېژندلو سره یې نه یوازې شخصي بریا تر لاسه کیږي، بلکې د کورنۍ او د ټولنې او په ټوله کې د هېواد د بریا لامل کیږي. نو له همـدې امله (د ځان پېژندنه، زده کړه او دوامداره مطالعه، عملي تجربې ترلاسه کول، د ښوونکو او کورنۍ ملاتړ، د وخت ښه مدیریت، له ناکامۍ څخه نه وېره، د سالمو ملګرو انتخاب، ایمان او اخلاص) باید د بریا د لاسته راوړلو په موخه په پام کې ونیول شي.
له کوچنیو ګامونو څخه تر سترو بریاوو
د نړۍ د سترو هېوادونو، پیاوړي اقتصاد یا د تاریخ د لویو شخصیتونو لاسته راوړنو ته په کتو سره څرګندیږي چې، همدغه لوی ښار یا اقتصاد په یوه ورځ کې نه دی ودان شوی. د انسان د ژوند جوړښت او د ټولنې پرمختګ دواړه د باران د هغو کوچنیو څاڅکو په څېر دي چې، په ګډه د یو لوی سیند څپې جوړوي.
زموږ په ټولنه کې د ځوان نسل تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې، هغوی د یو ناڅاپي او لوی انقلاب په تمه ناست وي او فکر کوي چې د ټولنې د اصلاح لپاره باید خامخا یو لوړ مقام یا ډېره شتمني ولري، د همدې فکر له امله، هغوی خپل ورځني کوچني فرصتونه له لاسه ورکوي او په پای کې د ناهيلۍ ښکار کېږي، په داسې حال کې چې بریا په حقیقت کې د کوچنیو ګامونو په اخېستو سره پیلېږي.
د عادتونو ځواک
حقیقي او لویه بریا د هغو کوچنیو کارونو پایله ده چې، هره ورځ په دوامداره توګه تر سره کیږي. که همدا نن ورځ یو ځوان پرېکړه وکړي چې هره ورځ یوازې د یوه ګټور کتاب پنځه پاڼې مطالعه کړي، امکان شته چې په یوه ورځ کې هیڅ ډول بدلون احساس نه کړي، خو په یو کال کې به یې نږدې ۲ زره پاڼې مطالعه کړې وي او په ذهن کې به یې د پوهې یوه لویه پانګه جوړه شوې وي. دغه راز که هره ورځ یوازې نیم ساعت د یوې نوې ژبې یا کمپیوټري مهارت په زده کړه ولګول شي، همدا کوچنی ګام په څو کلونو کې انسان له یو عادي حالت څخه د یو مسلکي متخصص تر کچې رسولی شي.
نو په پایله کې ویلی شو، ځواني یو داسې پور دی چې هره ورځ یې وخت کمېږي او بېرته نه راګرځي. هره ټولنه د خپلو ځوانانو فکر، همت او پټ ځواک ته چې اړتیا لري.
نو په همدې توګه ځوانان باید پورته شي، خپل ځان وپېژني او ثابته کړي چې دوی د ټولنې د بار پر ځای د ټولنې د اوږو د بار کموونکي دي.
ځوانانو! نن ورځ خپل وخت او انرژي د یو داسې کار د ترسره کولو لپاره ځانګړې کړئ چې، سبا پرې ستاسو کورنۍ او راتلونکی نسل وویاړي.

د کابل ښاروالۍ د رسمي اوونیزې خپرونې «پامیر» له مقالو څخه