الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غږیزې ککـړتیا مخنیوی؛ ګډ کـار ګډ مسئولیت

د پامیر سرلیکنه

غږ د انسان د ژوند یوه طبیعي اړتیا ده، خو کله چې له ټاکلي حد څخه واوړي، د آرامتیا پر ځای د خلکو روغتیا، ذهني سکون او ټولنیز نظم ته زیان رسوي. په لویو ښارونو کې د نفوسو زیاتوالی، د موټرو بې‌ځایه هارنونه، د لوړ غږ لرونکي سوداګریز اعلانونه، د ودانیزو چارو شور او د غږیزو وسایلو ناسمه کارونه، د غږیزې ککړتیا مهم لاملونه دي.
غږیزه ککړتیا یوازې د خلکو یوه عادي ځورونه نه ده، بلکې د روغتیا نړیوالو څېړنو له مخې، د ذهني فشار، عصبي ناروغیو، د خوب ګډوډۍ، د وینې لوړ فشار او د تمرکز د کمښت لامل هم ګرځي. زده‌کوونکي، ناروغان، سپین‌ږیري او ماشومان له دې ککړتیا تر ټولو ډېر اغېزمن کېږي، ځکه هغوی آرام چاپېریال ته تر نورو ډېره اړتیا لري.
کابل ښاریان هم له غږیزې ککړتیا څخه د نورو ښارونو په پرتله ډېر زیانمن دي، خو کابل ښاروالۍ د یوې مسئولې ادارې په توګه په دې برخه کې ګټور فعالیتونه ترسره کړي دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین په دومداره توګه د ښاري نظم د ټینګښت لپاره هڅې کوي او هغه لوډسپیکرونه چې، غږ یې ډېر لوړ وي راټولوي او ورته مهال اصنافو ته سپارښتنه کوي چې، د لوډسپیکر په کارولو سره په لارو، کوڅو او سړکونو کې د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نشي.
څنګه چې ښکاري په کابل ښار کې ډېری د معدني اوبو او آیسکریم شرکتونو له خوا د فعالیتونو پرمهال له لوډسپیکر څخه کار اخیستل او د موټر چلوونکو بې ځایه هارنونه هم د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي دي. په دې اړه کابل ښاروالۍ په وار وار له یادو شرکتونو سره د همغږۍ غونډې ترسره کړې دي او له دوی غوښتل شوي چې، بدیلې لارې وکاروي.
همدا راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست تل د ښار په کچه له بېلابېلو اصنافو سره د پوهاوي غونډې ترسره کوي او د غږیزې ککړتیا د زیانونو په اړه ښاریانو ته پوهاوی ورکوي.
کله چې ښار په دوامداره توګه له بې‌ځایه شور او زوږ سره مخ وي، د ټولنې د هوساینې او تولیدي ځواک کچه هم راټیټېږي.
د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره یوازې د یوې ادارې هڅې بسنه نه کوي، بلکې د غږیزې ککړتیا مخنیوی د خصوصي سکتور، رسنیو او هر ښاري ګډ مسئولیت دی. موټرچلوونکي باید بې‌ځایه هارن ونه کړي، هټۍوال دې د مشتریانو د جلبولو لپاره له لوړ غږ لرونکو لوډسپیکرونو څخه کار نه اخلي، د ودانیزو پروژو مسئولین دې د کار مناسب وختونه مراعات کړي او هر وګړی دې د نورو د آرامتیا حق ته درناوی وکړي.
یو پاک، منظم او آرام ښار یوازې د سړکونو او ودانیو په ښکلا نه جوړېږي، بلکې د هغه د اوسېدونکو په کلتور، مسئولیت‌ منلو او قانون‌پالنې پورې هم تړاو لري. که موږ د غږیزې ککړتیا د کمښت په موخه ګډ کار وکړو، کابل به نه یوازې یو ښکلی، بلکې یو آرام، سالم او د ژوند لپاره مناسب ښار هم وي. د ښار چوپتیا د پرمختګ نښه ده او د دې چوپتیا ساتنه د هر هغه انسان دنده ده چې، د کابل د ښې راتلونکې هیله لري