
✍️ «ناصري»
کابل د افغانستان پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی چې، د هېواد سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز مرکز ګڼل کېږي. کابل ښار د خپل تاریخ په اوږدو کې د بېلابېلو بدلونونو شاهد پاتې شوی دی. په وروستیو کلونو کې د کابل ښار په بڼه او جوړښت کې د کابل ښاروالۍ د هڅو په پایله کې یو شمېر مهم بدلونونه رامنځته شوي، چې د ښار په ظاهري ښکلا، ترانسپورت، ښاري خدمتونو او د خلکو په ورځني ژوند یې مثبتې اغېزې کړې دي. که څه هم په ځینو برخو کې یې ستونزې شتون لري، خو د ښار په ډېری برخو کې د آبادۍ او پرمختګ نښې په څرګند ډول لیدل کېږي چې، په لاندې توګه یې یادونه کوو:
د سړکونو په برخه کې پرمختګ:
د وروستیو کابو پنځو کلونو په لړ کې کابل ښاروالۍ وتوانېده چې، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې په سلهاوو کیلومتره سړکونه جوړ، پراخ او یا یې بیا ورغوي چې، د ځینو مهمو سړکونو جوړول او پراخول د دې لامل شوي، څو د موټرو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې هوارې شي. سربېره پر دې، کابل ښاروالۍ د ټرافیکي بهیر پر وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه هم د یو شمېر هوایي پلونو په جوړولو سره د ښار د ترانسپورټي شبکې په ښه والي کې تر ډېره مرسته کړې ده او دغه لړۍ اوس هم د ښار په بېلابېلو سیمو کې په چټکۍ سره روانه ده چې، د بره کي څلورلارې، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته، حضوري چمن ته څېرمه د نجات څلي په څلورلارې او په یو شمېر نورو سیمو کې د لویو پلونو د جوړولو عملي چارې یې ښې بېلګې دي.
که څه هم د نفوسو د زیاتوالي له امله لا هم د ګڼه ګوڼې ستونزه شتون لري، خو د ښار د ترافیکي بهیر د تنظیم په موخه، ځینې نوې تګلارې هم عملي شوې دي.
د ښاري ښکلا په برخه کې:
کابل ښاروالۍ د کابل ښار په ځینو مهمو څلورلارو، پارکونو او نورو سیمو کې د نیالګیو په کېنولو، د ګلدانونو په جوړولو او د زرغونو سیمو په پراخولو سره، د ښار ښکلا زیاته کړې ده. دغه راز دغې خدماتي ادارې د سړکونو د منځ ګلدانونو د تنظیم، د پلیولارو جوړولو او د دغو لارو د کټارو رنګولو او د عامه ځایونو او پارکونو پاک ساتلو ته هم زیاته پاملرنه کړې ده چې، دغو بدلونونو نه یوازې د ښار ظاهري بڼه ښکلې کړې ده، بلکې د چاپېریال په ښه والي او د خلکو په رواني آرامتیا باندې یې هم مثبتې اغیز کړې دي.
د نویو ودانیو او سوداګریزو مرکزونو جوړول:
کابل ښاروالۍ په وروستیو کلونو کې د ښاریانو د هوساینې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې نوې ودانۍ، سوداګریز مارکیټونه، کاري دفترونه او ورته نور ټولګټي مرکزونه جوړ کړي دي چې، د سوداګرۍ د پراختیا، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د کار موندنې د فرصتونو په رامنځته کولو کې اغېزمن دي.
دغه راز له کابل ښاروالۍ سربېره، ځینو نورو اړوندو ادارو او بنسټونو هم په کابل ښار کې د برېښنا، اوبو رسونې، روغتیايي خدمتونو او مخابراتي شبکو په برخه کې تر ډېره د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي چې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو پراختیا خلکو ته دا زمینه برابره کړې څوله عصري ټکنالوژۍ څخه په پراخه کچه ګټه واخلي.
دغه راز د ښوونځیو، روغتونونو او نورو ټولګټو ادارو د ودانیو جوړول هم د کابل ښار د ښکلا، پرمختګ او آبادۍ یوه بله مهمه برخه ګڼل کېږي.
چاپېریالي ستونزې:
سره له دې چې د کابل ښار په ښکلا کې دپام وړ پرمختګونه شوي، خو کابل لا هم له ځیڼو چاپېریالي ستونزو سره مخ دی. په ژمي کې د هوا ککړتیا، د نفوسو چټک زیاتوالی، د ښاریانو له خوا د کثافاتو ناسم مدیریت او د اوبو کمښت، هغه ستونزې دي چې د ښار د اوسېدونکو په ژوند منفي اغېزې لرلی شي.
که څه هم چې د دغو ستونزو د حل په موخه، اړوند ادارو تر ډېره خپلې هلې ځلې کړې دي، خو په بنسټیزه توګه یې د له منځه وړلو په برخه د خلکو هر اړخیزو مرستو ته اړتیا ده، څو دغه ښکلی او تاریخي ښار پاک او د اوسېدو لپاره مناسب ځای پاتې شي.
د کابل ښکلا ، پرمختګ او پاک ساتل یوازې د امارتي ادارو مسئولیت نه دی، بلکې هر وګړی په دې برخه مسئولیت لري.
د چاپېریال پاک ساتل، د نیالګیو او نورو زینتي بوټو کېنول، په ټاکلي ځای کې د کثافاتو اچول، د عامه شتمنیو ساتنه او د ترافیکي اصولو مراعاتول هغه کړنې دي چې، د ښار په ښکلا، آبادۍ او پرمختګ کې مرسته کوي.
په ټوله کې ویلای شو چې، کابل ښار د وروستیو کابو پنځو کلونو په موده کې د ظاهري بڼې، زیربناوو، ښاري خدمتونو او سوداګریزو فعالیتونو له پلوه د پام وړ پرمختګ کړی دی، چې په لیدو سره یې د هر با احساسه ښاري په زړه کې نوې هیلې را ژوندۍ کېږي.
نوي عمومي او فرعي سړکونه، هوایي پلونه، پلې لارې، پارکونه، سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ او د ښار د ښکلا پروژو په پلې کېدو سره د کابل نوې څېره لا ښکلې شوې ده. له دغو ټولو پرمختګونو سره سره، د هوا ککړتیا، د نفوسو زیاتوالی، ترافیکي او چاپېریالي ستونزې لا هم د ښاریانو جدي پاملرنې ته اړتیا لري. که د ښاري پراختیا تر څنګ، د چاپېریال ساتنې، قانون پلي کولو او د خلکو د ګډې همکارۍ کلتور نور هم پیاوړی شي، کابل به په راتلونکو کلونو کې لا ښکلی، آباد، منظم او د ژوند لپاره په مناسب ښار بدل شي.
په همدې هیله.
پامیر هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


