الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې د استملاک بهیر په اړه پوهاوی ورکړل شو


د کابل ښاروالۍ له خوا د خیرخانې کوتل سړک د څلورمې برخې د جوړولو په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، په دې بهیر کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب‌الحق حقاني، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین «امین» او د کابل ښاروالۍ د استملاک ریاست استازي انجینر سلام‌الدین ادیب په خپلو خبرو کې د یادې پروژې د اهمیت په اړه د سیمې اوسېدونکو ته معلومات ورکړل.
مسئولینو یاده پروژه د کابل ښار له مهمو زېربنايي پروژو څخه وبلله او ویې ویل چې، د دغه سړک جوړول او پراخول به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت، تګ راتګ ته د لاسرسي په ښه والي او د ښاریانو لپاره د ترانسپورتي آسانتیاوو په رامنځته کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
دغو ویناوالوزیاته کړه چې، تر دې وړاندې په دې سیمه کې د یوه مناسب سړک د نشتون له امله هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ وو او ګڼه ګوڼه یې رامنځته کړې وه چې، د دې سړک په جوړېدو سره به د ښاري زېربناوو دوامدارې پرختیا او معیاري سړک ته د لاس رسي زمینه برابره شي.
دغه راز مسئولینو د دې پروژې په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو له مالکانو وغوښتل څو د خپلو قانوي سندونو د اداري پړاوونو ترسره کولو په موخه، هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي.
د دې پروژې په اوږدو کې ۲۴۴ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د کړنلارې او اصولو له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېډو هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د دغه سړک جوړول او پراخول به نه یوازې د کابل ښاریانو لپاره، بلکې د هېواد د ۱۴ شمالي ولایتونو د مسافرو او اوسېدونکو لپاره هم د ترانسپورتي اسانتیاوو د زیاتوالي زمینه برابره کړي.
دغه سړک د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست له خوا د ۵۹۵۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی.
د یادونې وړ ده چې، د یاد سړک څلورمه برخه د اوولسمې ناحیې اړوند د کابل – پروان سړک په اوږدو کې له بوستان سړک څخه تر تالاشۍ پورې جوړېږي.