د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.02 افغانی
1 یورو 78.11 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښځو د ازار او ځورونې د منع ورکشاپ جوړ شو

د کابل ښاروالۍ په تخنیکي او ساختماني معینیت کې د سالم کاري چاپېریال د خوندیتوب او د اخلاقي قواعدو په پام کې نیولو په موخه د ښځو د ازار او ځورونې د منع ورکشاپ جوړ شو. 

په دغه ورکشاپ کې د کابل ښاروالۍ د تخنیکي او ساختماني چارو مرستیال محمد صدیق صاحبزي د کابل ښاروالۍ په مختلفو برخو کې د نارینه او ښځینه قشر همکارانو تر منځ د اخلاقي او کاري خوندیتوب د رامنځته کولو په باب په خبرو کې وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه د ښځو لپاره د خوندي کاري فضا په رامنځته کولو کې بشپړ جدیت او قاطعیت لري، چې د دا ډول ورکشاپونو جوړول د سالم اداري فرهنګ په رامنځته کولو کې مرسته کوي او موږ خپلو موخو ته چې د ښار ابادي او د ښځو د افکارو او استعدادونو غوړېدنه ده، رسوي. 

همداراز د کابل ښاروالۍ مقام د ښځو چارو سلاکار یادونه وکړه چې په دا ډول ورکشاپونو کې د دې ادارې د مسولانو او کارکوونکو ګډون اړین دی، چې تر دې وروسته به له بد اخلاقه او بد چلنده کسانو سره د دولت د اداري اصولو او قواعدو پر اساس قانوني چلند کېږي.

په همدغه ترتیب د کابل ښاروالۍ د جندر آمر په کابل ښاروالۍ کې د وړ کاري فضا په برخه کې د ښځو د ازار او ځورونې د پوهاوي ورکشاپونو په اړه د اداري نظم، فردي او ټولنیزو اخلاقیاتو د ټينګښت لپاره د دې ادارې پروګرامونه او هغه معلوماتي کڅوړې چې د ښځو د ازار او ځورونې د منع قانون بندونه پکې روښانه شوي وو، د ورکشاپ حاضرینو ته وړاندې کړې.