الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په وروستیو پنځو کلونو کې د کابل ښاروالۍ لاسته‌راوړنې


(د ښاري مدیریت، آبادۍ، بیارغونې او عامه خدمتونو نوې څېره)
✍️ ناصري

کابل د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او اداري مرکز په توګه د هېواد تر ټولو ګڼ مېشتی ښار بلل کېږي. په چټکه توګه د ښار د نفوسو زیاتوالي، د ښاري خدمتونو اړتیاوو، د چاپېریال ستونزو او د زیربناوو نیمګړتیاوو تل د کابل ښاروالۍ پر اوږو دروند مسئولیت ایښی دی. له همدې امله کابل ښاروالۍ د وروستیو پنځو کلونوپه بهیر کې هڅه کړې څو د خپلو امکاناتو او شته سرچینو په کارولو سره، د ښاریانو لپاره غوره خدمتونه وړاندې او د ښار د منظمې ودې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دغې خدماتي ادارې په یاده موده کې د سلګونو ټولګټو پروژو د پلي کولو چارې تر لاس لاندې نیولې دي چې مهمې په لاندې برخو کې دي:
د ښاري پراختیا او سړکونو جوړولو په برخه کې:
کابل ښاروالۍ د وروستیو پنځو کلونو په موده کې د ښاري ښکلا، ښاریانو ته د هوسا ژوند رامنځته کولو، ښاري پراختیا، ټولنیزو او ترافیکي ستونزو د هوارۍ په موخه، د ۷۰۶ پراختیايي پروژو پلانونه چمتو کړي دي چې، ۴۲۱ یې پلي شوي او ۲۸۵ نور یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د پلي کېدو په حال کې دي. د ښار په بېلابېلو ناحیو کې۴۷۰ کیلومتره اصلي او فرعي سړکونه او کوڅې په اساسي توګه جوړ شوي دي او د څه باندې ۱۴۰ کیلو مترو نویو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي . دغه راز د کابل سیند د پاسه څلور موټریز پلونه جوړ شوي او د درېیو نورو یې د جوړولو چارې دوام لري. په دې موده کې کې د پليو‌لارو، استنادي دېوالونو او د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کابو ۲۰۰۰۰مترو کانالونو او لښتیو جوړول هم د دغو پروژو مهمې برخې دي او دغو پروژو د ښار د ترافیکي ستونزو په کمښت، خلکو ته د تګ راتګ د آسانتیاوو او د سیمو د اقتصادي ودې په چټکتیا کې مهم رول لوبولی دی. دا هم د یادونې وړ ده چې، په یاده موده کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د ۳۰ په شاوخوا کې څلورلارې جوړې شوې دي.
د هوایي پلونو جوړول؛ د ترافیکي ستونزو د حل پر لور مهم ګام
د کابل ښار د نفوسو د زیاتوالي او د موټرو د شمېر له لوړېدو سره هم مهاله، ترافیکي ګڼه ګوڼه د ښار او ښاریانو له سترو ستونزو څخه ګڼل کېږي. د همدې ستونزې د کمښت او د ښار د تنظیم او پراختیا په موخه، کابل ښاروالۍ د اسلامي امارت له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته، په ځانګړې توګه د وروستیو دوو کلونو په بهیر کې د هوایي پلونو جوړولو او بشپړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د ښار په مهمو څلورلارو او ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د هوایي پلونو جوړول، د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي. چې له دې جملې څخه د بره کي څلورلارې، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته، حضوري چمن ته څېرمه، د نجات څلي څلورلارې د هوایي پلونو جوړولو چارې رواني دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
همدا شان د شهید هنګرها څلورلارې د هوايي پله د ډیزاین چارې بشپړې شوې او د هوايي ډګر، مکروریانو، کمپنۍ او ابن‌سینا روغتون په سیمو کې د هوايي پلونو په طرحه او ډیزاین باندې کار روان دی. دا باید په یاد ولرو چې، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د وسایطو د تګ راتګ بهیر چټک، په ګڼو سیمو کې به د ترافیکي ستونزو کچه راکمه او د هېوادوالو د سفر وخت به لنډ شي. سربېره پر دې، د هوایي پلونو جوړېدل د سون توکو د بې ‌ځایه مصرف او د چاپېریال د ککړتیا په کمښت کې هم مثبتې اغېزې لرلی شي. پاتې دې نه وي چې، د یادو پروژو د پلي کولو په موخه، د استملاک شویو ملکیتونو مالکانو ته څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ د بدیلو حقونو په توګه ورکړل شوې دي.
دې ټکي ته باید هم اشاره وشي چې، ترسره شوې او تر لاس لاندې پروژې د پلازمېنې د عصـري ښاري ترانسپورتي شبکې د پیاوړتیا په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېدای شي.
د زرغونو سیمو پراختیا:
کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې، د ښار د ښکلا، د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښاریانو د هوساینې په موخه، په وروستیو کلونو کې خپلې ځانګړې برنامې عملي کړې دي. د ښار په بېلابېلو برخو کې نږدې درې میلیونه نیالګي او زینتي ګلان کېنول شوي او ډېری غصب شوې زرغونې سیمې بېرته راګرځول شوي دي. دغه راز لسګونه نوي پارکونه او نور پخواني تفریحي ځایونه جوړ او بیا رغول شوي او د ښار د سړکونو په منځ کې زرغونې سیمې (ګلدانونه) هم جوړ شوي دي.
د دغو برنامو د عملي کولو موخه، یوازې د ښار ښکلا نه، بلکې د هوا د ککړتیا کمښت، د دوړو مخنیوی او ښاریانو ته د سالم چاپېریال رامنځته کول هم دي.
تنظیفي برخه:
کابل ښاروالۍ په دې موده کې د ښار او چاپېریال د پاک ساتلو په موخه، خپلې تنظیفي چوپړتیاوي د تېر په پرتله پراخې کړې او هره ورځ یا هره اونۍ د ښار له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه ټنه کثافات راټول او ټاکل شویو ځایونو ته یې لېږدوي. کابل ښاروالۍ د وروستیو پنځو کلونو په موده کې په ټولیزه توګه څه باندې ۲ میلیونه او ۳۸۶ زره مټریک ټنه کثافات له ښار څخه راټول او لېږدولي دي. په همدې موخه، د کابل ښاروالۍ اړوند د تنظیف ریاست له خوا د ښار بېلابېلو برخو په تېره په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د کثافاتو د راټولولو لپاره ځانګړي کانتینرونه او کثافات دانۍ نصب کړي دي. همدا شان د ښار او چاپېریال د پاک ساتلو په اړه، خلکو ته عامه پوهاوي ورکړل شوی دی او دغه لړۍ اوس هم په چټکۍ سره روانه ده سره له دې چې، په کابل ښار کې د نفوسو زیاتوالی په تنظیفي چارو فشار زیاتوي، خو د ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکو شپه او ورځ په خپلو نه ستړې کېدونکو هلوځلو او دوامداره فعالیت سره، د ښار په پاکوالي کې خپل مسئولیت په غوره توګه ترسره کړی. هیله ده چې کابل ښاریان هم په دې برخه کې مرسته وکړي او خپل دیني، ملي او هېوادنی مسئولیت ادا کړي.
د ښاري نظم په برخه کې:
کابل ښاروالۍ په تېرو پنځو کلونو کې د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، ګڼ فعالیتونه ترسره کړي دي. د سړکونو او پلیولارو څخه د ناقانونه خنډونو او ګرځنده پلورونکو لرې کول، د ټولګټو ځایونو د غصب مخنیوی، د ناقانونه ودانیو د کنټرول هڅې، د پلیو لارو د کټارو جوړول او د ښاري اصولو پلي کول، د کابل ښاروالۍ له نورو مهمو برنامو څخه شمېرل کېږي. پاتې دې نه وي چې، په ښار کې د ښاري نظم د لا ټینګښت په موخه اوس هم هڅې روانې دي.
د عوایدو مدیریت کابل ښاروالۍ په وروستیو ۵ کلونو کې د خپلو داخلي عوایدو د لوړولو په نیت، د خپلو ملکیتونو د کرایې، جوازونو او د ښاري خدمتونو محصول راټول او د ښاري پروژو په تمویل کې یې مصرف کړې دي. دا هم باید له یاده ونه باسو چې، نن ورځ د کابل ښاروالۍ داخلي عواید د پخوا پرتله د یوه غوړه مدیریت په پایله کې ډېر شوي دي.
برېښنايي او عصري خدمتونه
کابل ښاروالۍ په یاده موده کې د خپلې ادارې د عصري کولو په موخه، د خپلو اړوندو څانګو یو شمېر خدمتونه ډیجیټلي کړي دي. د شکایتونو ثبت، د جوازونو صادرول، د سندونو مدیریت او د ښاري خدمتونو ځینې برخې د برېښنايي سیستمونو له لارې وړاندې کېږي، چې له امله یې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې چټکتیا او شفافیت زیات شوی دی.
د عامه پوهاوي برنامې
د ښاروالۍ له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه د ښاریانو د عامه پوهاوي برنامې دي چې، د پاک ښار، د ونو ساتنې، د چاپېریال خوندیتوب، د ښاري خدمتونو محصول د پر وخت ورکړې، د ښاري کلتور او ښاري قوانینو د رعایتولو په اړه د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې برنامې ترسره شوي دي او دغه لړۍ اوس هم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې روانه ده.
ستونزې او ننګونې
له دغو ټولو پرمختګونو سره سره، بیا هم په کابل ښار کې ځیني ستونزې شته دي، لکه، د نفوسو بې ‌ساري زیاتوالی، ترافيکي ګڼه ګوڼه، د هوا ککړتیا، د څښاک اوبو کمښت، د فاضله موادو زیاتوالی، غیرپلاني ودانۍ او د ښاریانو له خوا د ښاري کلتور نه مراعاتول، هغه ستونزې دي چې د ښاروالۍ پر فعالیتونو منفي اغېز کوي. خو کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو دغو ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا او مخنیوی یې وړکړي.
د راتلونکې لپاره وړاندیزونه
د کابل ښار د لا ښې ودې او آبادۍ لپاره اړتیا ده چې، د عامه ترانسپورت عصري سیستم رامنځته شي، بشپړ او پرمخ تللی کانالېزاسیون دي جوړ شي، زرغونې سیمې دې پراختیا ومومي، ښاري پلانونه دې په بریالیتوب او بشپړه توګه عملي شي، د خصوصي سکټور پانګونې ته دې زمینه برابره شي، ترڅو پانګوال په بېلابېلو برخو کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي او د ښار په مدیریت کې دې د ښاریانو ګډون نور هم پراخ شي.
په پای کې ویلای شو چې، کابل ښاروالۍ په وروستیو پنځو کلونو کې د ښاري خدمتونو، سړکونو جوړولو، چاپېریال ساتنې، تنظیف، ښاري نظم، مالي او اداري اصلاحاتو عصري کولو په برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي. که څه هم د اقتصادي محدودیتونو او د نفوسو د چټک زیاتوالي له امله لا هم ګڼې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي، خو ترسره شوې پروژې د دې څرګندویي کوي چې، د کابل د منظم، پاک او پرمختللي ښار د جوړولو لپاره عملي هڅې روانې دي. د دې هڅو دوام، د خلکو همکاري او د پراختیايي برنامو او پلانونو پیاوړتیا کولای شي په راتلونکو کلونو کې کابل په یوه عصري، منظم او د ژوند لپاره مناسب ښار بدل کړي.