✍️ «شاهین»

د ۱۳۸۰ ه ل کال د تلې میاشتې پنځلسمه، د بهرنیو اشغالګرو او داخلي ملیشو د هغو تورو ورځو پیل دی، کوم چې شل کاله د افغان ملت کورونه، ښارونه، جوماتونه، مدرسې او ښوونځي د بمونو تر باران لاندې وو. دغه راز د زمري څلورویشتمه هغه ورځ ده چې، له دغو ټولو بدبختیو او ظلمونو څخه دغه مؤمن او مظلوم ملت وژغورل شو. د تلې پنځلسمه او د زمري څلورویشتمه، یوازې د تقویم دوه ورځې نه دي، بلکې د افغانستان د معاصر تاریخ دوه داسې مهمې نېټې دي چې، د یوه ملت د دردونو، قربانیو، زغم، فداکارۍاو سختیو د آزموینو یادونه ورسره تړلې ده. د دغو دواړو ورځو په راتلو سره د افغانستان د خلکو په ذهنونو کې د تېرو دوو لسیزو هغه پېښې را ژوندۍ کېږي، چې په د جګړو له امله په زرګونه هېوادوال له هېواد څخه مهاجر، په زرګونه خلک بی ځایه، لسګونه زره یتیمان او شهیدان شول.
د دغې ورځې د نوم له اورېدلو سره د هغه مظلومو تور سرو، ماشومانو او سپین ږیرو آه او چیغې ذهن ته راځي کوم چې، په شلو کلونو کې یې ورباندې هر ورځ په توره شپه بدله کړې وه. د افغان مظلوم ملت په کورونو، ښارونو، جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو باندې یې د بمونو باران پیل کړ، داخلي پلورل شویو ملیشو د دې پرځای چې، خپل ملت ته د ترحم په سترګه وګوري، له بهرنیو ترهګرو څخه یې د رسنیو په وړاندې غوښتنه کوله، چې غټ غټ بمونه پرې واچوي. افسوس! د دغو ټولو ظلمونو سره یادو ورځو یو ځل بیا افغان مؤمن ملت ته د شهادت، جهاد او قربانیو ډګر پرانیست او هغو کسانو چې ژوند او مرګ یې یوازې د الله تعالی له خوا ګاڼه او په قرآنکریم یې عمل کول غوښتل، یو ځل بیا یې د وحشي صفته بهرنیو او داخلي ګوډاګیو ملیشو او اجیرو ځواکونو په وړاندې د جهاد سپېڅلې ناره پورته کړه او د دې نارې پورته کولو قرآني دلیل، د الحج سورت ۳۹ او ۴۰ آیتونه دي چې، ژباړه یې په لاندې توګه ده:
ژباړه: حکم ورکړ شوی دی (د قتال) هغو کسانو ته چه قتال ورسره کاوه شي (د کفارو له خوا) له دې امله چې بیشکه په دوی ظلم شوی دی او بیشکه چې د الله(ج) مرسته (مدد) خامخا د دوی ښه قادر دی.(دغه مظلوم کډوال) هغه (کسان) دي چې، ایستل شوي دي له خپلو کورونو په ناحقه او بل هیڅ لامل یې د اېستلو نه ؤ، خو دا چې دغو مؤمنانو به ویل، زموږ خالص رب یوازې الله(ج) دی او که چېرې نه وي دفع کول د الله خلقو لره ځينې د دوی لره په ځینو نورو باندې خامخا نړولی شوی به وی تکیی او مدرسې او عبادتخانی او مسجدونه چه یاداوه شي په هغو کښې نوم د الله ډیر او خامخا مرسته (مدد) به وکړي هرومرو (خامخا) الله له هغه چا سره چه مرسته (مدد) ورکوي (دین د) دغه (الله) ته بیشکه چه الله خامخا قوي (د خپلو احکامو په تنفیذولو کښې) ډیر زور والا دی (په هرچا). (له کابلي تفیسر شریف څخه)
د دغې مبارکې فریضې د ادا کولو لپاره چا د شهادت جام و څښه، څوک ټپیان، څوک یرغمل شول، څوک د لوی رب په فضل د لسګونو چاپو او مخامخ جګړو له ډګر څخه روغ رمټ را ووتل چې همدا د الله تعالی د قدرتونو یوه ښه بېلګه ده. ښه مې په یاد دي، چې خرڅ شویو او دیموکراتو کرايي لیکوالونو به داسې ګنګوسې خپرولې چې، کله په امریکایی ترهګر ټانګ باندې څوک ډزې کوي دا ټانګونه په لیزري شعاع سمبال دي د ټویک میل خپله کږیږي. له دې سربېره به په ورځ کې په لسګونو ځله د راډیو، تلویزیون، فیسبوک او نورو نشراتي شبکو له لارې مجاهدینو پسې یې د ترهګرو او نورو بېلابېلو نومونو په کارولو سره شپه او ورځ تبلیغات کول، په داسې حال کې چې دوی خپله او د دوی باداران ترهګر او د وحشي لېوانو په څېر وو. د دغو ټولو تبلیغاتو سره سره د ځوانو مجاهدینو روحیه لا پیاوړې کېده او د لوی رب(ج) اراده بل ډول وه. داخلي ګوډاګي ځواکونه په هماغه غرور سره او د رسنیو له لارې د خرڅ شویو کسانو د تبلغاتو باوجود هم ونه توانېدل چې، د افغان مؤمن او مجاهد ملت د جهاد جذبه کمزورې کړي. کله به چې یو مجاهد په شهادت ورسېد، د لوی رب په فضل سره به یې پر ځای څو نور کسان د مجاهدینو لیکو ته په ډیرې خوشحالۍ سره راتلل او دغه قربانۍ به یې پر ځان منلې او د جهاد سنګرونه به یې د بهرنیو اشغالګرو او داخلي خرڅ شویو ځواکونو په وړاندې تاوده ساتل. دا چې دلته د شل کلن اشغال په دوره کې څه تېر شول، دا بحث خو د لسګونو کتابونو لیکل غواړي خو یوازې د بهرنیو او داخلي ګوډاګیو ځواکونو د ظلمونو څو بېلګې دلته نشرته سپارل کېږي:
۱- د ۱۳۸۷ کال د زمري میاشتې په ۳۱ مه نیټه، د امریکایي ځواکونو له خوا په هرات ولایت شینډنډ ولسوالي عزیزآباد سیمه کې هوايي بریدونه ترسره شول. د ملګرو ملتونو د افغانستان د تش په نوم خپلواک د بشري حقونو کمېسیون او کابل ادارې د پلټنو له مخې د شهید شویو ملکي وګړو شمېر د ۷۸ او ۹۲ ترمنځ ښودل شوی، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو. امریکا په لومړي سر کې دا شمېر رد کړ، خو وروسته یې ومنله چې ملکي تلفات رامنځته شوي دي.
۲- د ۱۳۹۴کال د تلې میاشتې په ۱۱مه نېټه د کندز ولایت د بې پولې ډاکترانو په روغتون باندې د امریکا AC-130 جنګي الوتکې بمبار وکړ. په دې برید کې د روغتون ټول ډاکټران، ناروغان او روغتیايي کارکوونکي شهیدان شول او روغتون په بشپړه توګه له فعالیته ولوېد. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور دا برید د نړیوال بشري قانون له پلوه ډېر جدي وباله.
۳- په ۲۰۱۰ میلادی کال د هلمند ولایت بهرامچه کې د داخلي ګوډاګیانو او خارجی اشغالګرو له خوا د عملیاتو په نوم هغه تاریخي وحشت تر سره شو چې، ددغې سیمې بازار یې په بشپړه توګه د بمونو په کارولو سره د اور خوراک کړ. یو کال وروسته یعنې ۲۰۱۱ میلادي کې یو ځل بیا په همدې سیمه باندې عملیات ترسره شول چې، په پرلپسې توګه ۴۸ ساعته بمبارۍ دوام وکړ او کوم بازار چې بیا ځل فعاله شوی ؤ یو ځل بیا د اور خوراک شو.
۴- د یونما د راپورونو له مخې، د شپنيو عملیاتو او همدارنګه د کورونو د تالاشۍ په پایله کې د هلمند، پکتیا، خوست، ننګرهار، وردګ او نورو ولایتونو د ملکي وګړو شهادت، نیول او د خلکو وېره د ملګرو ملتونو په کلنیو راپورونو کې ثبت شوې ده. دا په داسې حال کې ؤ چې، یونما په پرلهپسې توګه سپارښتنه کړې وه څو د شپنیو عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
۵- د بشري حقونو د څار کمیسون د راپورنو له مخې، د جګړې پر مهال د افغان اجیرو ځانګړو ځواکونو لکه صفر یک او همدارنګه نورې ډلې لکه سنګوریان له خوا د ناقانونه نیونو، شکنجې، له محکمې پرته د خلکو په شهادت رسول او لادرکه کېدو ادعاوې ثبت شوې دي. د دغو پېښو په اړه نړیوالو بشري سازمانونو د شفافو پلټنو غوښتنه کړې وه، خو دا چې سازمان هم دوی او مجرمین هم دوی وو، نو پلټنه به یې چا کړې وای!؟ دا یوازې یو څو بېلګې وې، چې دلته یې یادونه وشوه.
دغه راز د زمري څلورویشتمه، د خوشحالۍ، نېک بختۍ، ویاړ، احساساتو او د تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو د لیکلو هغه ورځ ده چې، د امریکا په مشرۍ د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو په ملاتړ د کابل اداره سقوط شوه او په دې سره د دوی د شل کلن وحشت ټغر ټول او د افغانستان اتلو مجاهدینو په خپل تاریخ کې دا دوره هم په زرینو کرښو ثبت کړه، چې په همدې سره افغانستان یو بل نوي پړاو ته داخل شو، چې دا پړاو د امنیت، پرمختګ او سکون پړاو دی. د تلې له پنځلسمې څخه د زمري تر څلورویشتمې پورې دا تاریخي واټن یوازې د دوو نېټو ترمنځ موده نه ده، بلکې د یوه ملت د شلو کلونو تجربو، دردونو، قربانیو، هیلو او بدلونونو یو اوږد فصل دی، هغه فصل چې مطالعه یې د راتلونکو نسلونو لپاره د عبرت، پوهې او تاریخي درک سرچینه ګرځېدلی شي.
پامیر؛ هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


