✍️ ابویاسر «پښتون»

د اسلام په تاریخ کې د مهاجرینو او انصارو مقام ډېر لوړ او ځانګړی دی. دوی هغه ویاړلی نسل دی چې، د رسول الله مبارک صلی الله علیه وسلم د دعوت په سختو شرایطو کې یې د اسلام د ملاتړ لپاره خپل مالونه، کورونه، هېوادونه او آرام ژوند قربان کړل. الله تبارک و تعالی په قرآن کریم کې د دوی ستاینه کړې او د قیامت تر ورځې پورې به د دوی مقام د مسلمانانو په منځ کې لوړ پاتې وي. په دې لیکنه کې په هجرت، مهاجرینو، انصارو او په اوسني وخت کې هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو سره د نیک چلند او لاسنیوي په اړه بحث کوو:
هجرت په لغت کې مطلق پرېښودلو ته وایي، خو په اسلامي اصطلاح کې هجرت هغه سفر ته ویل کېږي چې، انسان د خپل دین د ساتنې، د الله تعالی د رضا او د حق د ملاتړ لپاره له داسې ځای څخه ووځي چې هلته د دین عملي کول ورته ستونزمن وي.
امام الراغب الأصفهاني، المفردات في غريب القرآن، ماده: «هجر»
د هجرت په اړه د صحیح بخاري حدیث دی چې رسول الله مبارک فرمایلي دي:
ژباړه: مهاجر هغه څوک دی چې، هغه څه پرېږدي چې الله تعالی ترې منع کړی دی.
له پورته حدیث شریف څخه څرګندېږي چې، هجرت په دوه ډوله دی، یو یې معنوي هجرت دی چې د همدغه حدیث شریف د متن مصداق کوي او بل یې مکاني هجرت دی چې د دین د ساتنې لپاره له یو ځای څخه بل ځای ته کډه کول دي، لکه حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې چې له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم هجرت له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته د اسلامي تاریخ یوه تر ټولو مهمه پېښه ده. دا یوازې د ځای (مکان) لېږد نه ؤ، بلکې د اسلامي ټولنې د جوړېدو او پراخېدو پیل ؤ. له رسول الله مبارک سره په سفر کې هم سفره ملګرو ته مهاجرین ویل کیږي.
مهاجرین هغه مسلمانان دي چې، د الله تعالی د رضا لپاره یې له مکې معظمې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړ، خپل کورونه، کلی، آرام ژوند او شتمنۍ یې پرېښودې، د اسلام د ساتنې لپاره یې لویه قرباني ورکړه او په ډیرو سختو شرایطو کې یې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ملګرتیا وکړه.
مهاجرینو په داسې حال کې د حضور پاک صلی الله علیه وسلم ملګرتیا وکړه چې، د اسلام د لمنې پراختیا له همدې سفر څخه پیل شوه، په داسې حال کې چې د قریشو مشرکینو د بشریت د ستر لارښود د وژلو او د دوی د زورولو پلان درلود.
په دغه شان حالاتو کې د یو چا ملاتړ او لاسنیوی به څومره اړین وي؟ آیا دا شان خلک به په الله تعالی ګران نه وي، آیا دا به الله تبارک و تعالی نه ستایي؟ اړینه ده چې ووایوو، دا شان خلک د الله تعالی خوښ دي او الله تعالی یې ستاینه کوي. د مهاجرینو تر څنګ یو بل ویاړلی نسل چې، د اسلام په تاریخ کې يې یادونه په زرینو کرښو شوې ده، هغه انصار دي.
انصار بیا د یثرب (مدینې منورې) د «اوس» او «خزرج» د قبیلې هغه اوسېدونکي دي چې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه مبارک د ملګرو (مهاجرینو) هرکلی یې وکړ، خپل کورونه او مالونه یې ورسره شریک کړل او د اسلام د خپرېدو لپاره یې بې سارې مرسته وکړه.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دغو ویاړلو خلکو په یو ځای کېدو سره د اسلامي اُمت ډلګی پیاوړی شو، د اسلامي شریعت پیروان زیات شول، د دعوت لمنه پراخه شوه او له یوه ښار څخه بل ښار ته (له مکې معظمې څخه مدینې منورې ته) د اسلام زرینې وړانګې ورسېدې.
څښتن تعالی د دې دواړو ډلو د فضلیت په اړه په قرانکریم کې فرمایي:
ژباړه: او هغه کسان چې ایمان یې راوړی، هجرت یې کړی او د الله په لار کې یې جهاد کړی او هغه کسان چې، ځای یې ورکړی او مرسته یې کړې، همدوی حقیقي مؤمنان دي، د دوی لپاره بښنه او عزتمند رزق دی. الانفال سورة ۷۴ ایة
نن ورځ چې زموږ هېواد ته زرګونه هېوادوال له بېلابېلو هېوادونو څخه بېرته راستنېږي، د اسلامي ټولنې او هر مسلمان مسئولیت دی چې د انصارو له نېکو اخلاقو او بې سارې ورورولۍ څخه الهام واخلي، لکه څنګه چې انصارو مهاجرینو ته خپل کورونه، مالونه او زړونه پرانیستل، همداسې باید موږ هم خپلو راستنو شویو هېوادوالو ته د اسلامي ورورولۍ، خواخوږۍ او همکارۍ لاس ورکړو.
د هغوی عزت، لاسنیوی، د استوګنې، کار او د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې مرسته کول هغوی ته د یو غوره کار مشوره ورکول یوازې یو انساني عمل نه، بلکې د اسلامي ارزښتونو عملي کول او د مهاجرینو او انصارو د سپېڅلې لارې تعقیبول دي د مهاجرینو او انصارو تاریخ موږ ته دا را زده کوي چې، اسلامي ورورولي یوازې شعار نه، بلکې د عمل، ځان تېرېدنې او قربانۍ نوم دی. که نن موږ د انصارو په څېر د خپلو بېرته راستنو شویو هېوادوالو ملاتړ وکړو، نو د اسلام د ورورولۍ هغه روښانه بېلګه به مو ژوندۍ ساتلې وي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په مدینه منوره کې بنسټ اېښی ؤ.
پامیر؛ هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


