
✍️ شاه محمود «دروېش»
دا یو څرګند واقعیت دی چې، د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري یا اسد میاشتې ۲۴ مه نېټه د امریکا له اشغاله د ګران هېواد د خلاصون له پنځمې ویاړمنې کلېزې سره برابره ده. له شک پرته د زمري ۲۴ مه؛ په حقیقت کې هغه ورځ ده چې، د ټولو افغانانو هيله وه. دا هغه ورځ وه، چې په خپلواکه توګه هېواد کې د اسـلامي نظام بنسټ کېښودل شو، ۲۰ کلن اشغال پای ته ورسېد، افغانان سولې ته ورسـېدل، وينـه تويونه بنده شوه، هېواد او هېوادوالو هم د آرام سا واخيسته، د اسلامي امارت له حاکميت سره هم مهاله په ټـول هېواد کې امنيت ټينګ شـو، د وژنو، انسان تښتونو، غصب او وېرې ځای، عدالت او ډاډ ونيو. اوس هر افغان له هر ډول وېرې پرته د ژوند چارې پر مخ وړي. د زمري ۲۴ مه د افغان ویاړلي ملت د سپېڅلي جهاد پايله وه، چې نړۍ ته يې له خپل دين، هېواد او ارزښتونو سره د مينې يوه حيرانوونکې او نه هېرېدونکې ننداره وړاندې کړه. دا تاريخ به تل د نړۍ د وياړونو په کتابونو کې پر زرينو کرښو ليکلی پاتې وي. خپلواکي د يوه هېواد سرلوړي او عزت دی، چې د ترلاسه کولو په موخه يې افغانانو۲۰ کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴ مه نیټه دغه ویاړ بيا ترلاسه کړ. اوس نو ټول ملت ته په کار ده، چې د دغه ستر وياړ د ساتلو په موخه، يو بل ته لاسونه ورکړي او د پر ځان بسيا افغانستان لپاره کار وکړي. د زمري ۲۴ مه هغه ورځ وه، چې افغانانو د غربي استعمار غرور پر ګونډو کړ، اتلو مجاهدينو د هېواد پر پاکه خاوره د خپلواکۍ سپېڅلی سپین بیرغ ورپاوه او افغان ځورېـدلي ملت د آرام ساه واخيسته.
هېره دې نه وي چې، افغانستان د څه د پاسه یوې پېړۍ په موده کې د نړۍ د دریو خورا سترو نظامي زبر ځواکونو« انګریزانو – شورویانو – د امریکا په مشري ناټو غړوهېوادونو» تر یرغل او لنډ اشغال لاندې راغلی، خو تاریخ شاهد دی هر ځل چې كوم يرغلګر زموږ پر وياړلې او پاکې خاورې يرغل كړى او د افغانانو خپلواكۍ ته يې سپك كتلي دي. دغه باتوره، باهمته او با شهامته ملت یې پرخلاف را پورته شوى، قربانۍ یې وركړي او ككرۍ یې نذرانه كړې دي، خو په بشپړه مېړانه او اتلولۍ یې د خپلې خپلواكۍ، ملي واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړتيا څخه ساتنه كړې او تیري کوونکو دښمنانوته یې ماته ورکړې، په ټیټ سر او شرمېدلې څېره یې له دغې سپېڅلې او پاکې خاورې څخه شړلي دي.
له شک پرته چې د خپلواکۍ ګټل سخت کار دی، خو ساتل او غځول يې تر هغه لا سخت دی، ځکه نو ټول افغانان بايد په ډېري هوښیارۍ او زغم سره پرته له کوم تبعيض څخه په اتفاق او اتحاد سره د هېواد د ترقۍ او پرمختګ او پتمنو هېوادوالو د هوسايني لپاره کار وکړي او د دې راغلي اسلامي نظام سره په هره برخه کي هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.
د دې ترڅنګ چي، موږ به خپل تېر ژوند او په ژوند کي کارنامې نه هېروو، له تېر ژوند څخه به واقعاً عبرت او تجربې هم حاصلوو او ټول به په ګډه د دې لپاره کار کوو، چي بيا ځلي زموږ ګران هېواد د پرديو د يرغل موخه و نه ګرځي، افغانان د پرديو لخوا ښکار نشي، په هېواد کي د ننه نظام او ولس له ننګونو سره مخ نشي، د نظام او ولس تر مينځ واټن پيدا نشي، افغانان پر مشترکاتو سره راټول شي، ځان ځاني او نفاق په بشپړه توګه ختم شي، ژبني، قومي او سمتي تبعيضونه را ژوندي نشي او ټول ولس د خپلو مسئولينو او مشرانو تر څنګ ودریږي او د ګران هېواد سرلوړي افغانستان په رغونه او پرمختګ کې یو بل ته لاسونه ورکړي او د نوي عصر د تخنیک اوتکنالوجۍ د سیالۍ په ډګر کې یې له سیالانو سره سیال کړي.
د یادونې وړ ده له کله چې، د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان واک په لاس کې واخیست، ور سره جوخت د افغانانو سر او مال خوندي شو او په ټول هېواد کې د سولې ډاډمنه فضأ رامنځته شوه. افغانستان له تېرو پنځو کلونو را په دې خوا د پرمختګ او بیا رغوني اصلي بڼه ولیدله، کورني تولیدات یې پیاوړي او ورسره جوخت د اقتصاد پر پښو درېدوته ګامونه واخیستل شول او په کور دننه له کورنیو طبیعي سرچینو او زېربناوو څخه د هېواد په آبادۍ کې ګټه اخیستل کېږي. کډوالو افغانانو ته هم هېواد ته د بیرته راستنیدو چمتوالی په ښه ډول نیول شوی دی. دغه راز بهرنیو دښمنانو، چې کوم ناسم تبلیغات پیل کړي وو، هغه ټول غلط ثابت شول او د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو بندیزونو او د پیسو له کنګل کېدو سره سره بیا هم د اقتصادي پرمختګ پــه موخه، له ګاونډیو، د سیمې او نړیوالو هېوادونو سره اړیکې لا وغځولې او افغانستان اوسمهال له نړیوالو سره د ښو اړیکو د ټینګولو په درشل کې دی.
له همدې امله له اشغال څخه تر خپلواکۍ د افغان ملت ستره قرباني د هېواد د خپلواکۍ، د اسلامي اصولو او د ملي واکمنۍ د ساتنې په موخه، د هېواد په تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې او تلپاتې ورځ ده.
دغـه ورځ د افغانانو د زړورتیا او د اسلامي امارت د ثبات نښه ده، چې د راتلونکي لپاره د ملي یووالي، امن او پرمختګ لاره هواروي.
له شک پرته هر ملت په خپل تاریخ کې داسې ورځې لري، چې د ویاړ، سرلوړۍ او نه هېرېدونکو لاسته راوړنو سمبول وي او دغه سمبول بیا راتلونکو نسلونو ته د ویاړ په توګه پاتې کېږي. د افغان ولس لپاره د زمري ۲۴ مه، هم هغه سپېڅلې ورځ ده، چې د شل کلن اشغال تور فصل یې په بشــپړه توګه پای ته ورساوه.
دا ورځ د افغان ولس د تلپاتې عزت او ویاړ نښه ده، ځکه چې په یوه پېړۍ کې زموږ پر پاکه خاوره درېیم زبرځواک د ماتې خوند وڅاکه. هغه داسې چې، تېره یوه پېړۍ کې درې سترو زبرځواکونو (انګرېز، شوروي او امریکا) د افغان ولس د تسلیمولو هڅه وکړه، دوی د زغره والو ټانکونو، جنګي الوتکو او پرمختللو وسلو په زور راغلل، خو د افغانانو د ایمان، غیرت او سرښندنې پر وړاندې یې د بریا خوبونه په ناکامۍ بدل شول او بالاخره هم د دوی هېلې له خاورو سره خاورې شوې. د زمري ۲۴ مه موږ ته دا پیغام راکوي، چې که افغان ولس تل د ایمان، یووالي او سترې قربانۍ په زور د خپلې خاورې دفاع وکړي، هېڅ بهرنی ځواک به د دې پاکې خاورې د نیولو توان ونه لري. نن يو ځل بيا موږ د زمري د ۲۴ مې نېټې، د پېنځمې کلېزې په ترڅ کې د وخت د لويو زورواکو مستکبرينو د شرمېدلې تېښتې ورځ لمانځو. بې له شکه چې، موږ په دې ورځ که له يوې خوا د خپل تصور په نړۍ کې د خپل دښمن د ذلت او تېښتې انځورونه ګورو، خو بله خوا د تېرو څه باندې څلورنېمو لسيزو په موده او په ځانګړې توګه په وروستيو شلو کلونو کې د خپل مؤمن، مجاهد او مېړني ولس د هغو سرښندنو او قربانيو ننداره او يادونه هم کوو، کوم چې د بېسارې اتلولۍ، زړورتوب، صبر او استقامت پر مټ يې د خپل راتلونکي نسل لپاره د ايمان، غيرت، صداقت او شجاعت تلپاتې تاريخي څپرکي پرېښودل. اوس زموږ يو ستر مکلفيت دا دی چې، له خپل لرغوني تاريخ څخه را وروسته په تېره يوه پېړۍ کې د نړۍ له درېوو يرغلګرو زبرځواکونو سره د خپلو مېړنيو غازيانو او تورياليو شازلميو قرباني، غیرت او مېړانه په خورا مستند ډول د تاريخ په زړه کې ثبت او خپلو راتلونکو نسلونو ته یې خوندي وساتو.
خو دې ټکې ته موباید پام وي چې، د زمري ۲۴ تمه نېټه په حقيقت كې د افغانانو د تاريخ ځلانده پاڼه ده، ځکه افغانانو وكولاى شول د امریکایانو له اشغال څخه ګران هېواد وژغوري اوخپله ملي خپلواكي ترلاسه كړي. نو ای دګران هېواد رښتینو بچیانو او سرلوړي افغانستان باتورو او میړنیو اوسیدونكو! ويښ او هوښيار اوسئ، ديووالي او يوموټي توب پر رسۍ خپلي منګولي ټنګې كړئ او د پرديو شومو اغراضو، نيرنګونو او لومو څخه تل ځانونه خوندي وساتئ، ځكه چي په نفاق، ځان ځانۍ او تربګنۍ كي ستاسو بدمرغي او د هېواد تباهي نغښتې ده. نو له شک پرته چې په خپلو کې یووالی او د اسلامي امت ترمنځ نږدې والی ډیر اهمیت لري، دغه بنسټیزه خبره د قرآني آیتونو، نبوي احادیثو او د دیني علماوو له خوا د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. رسول الله صلي الله علیه وسلم په خپله د امت د وحدت لپاره بنست ایښودونکی ؤ، پردې بنسټ د اسلام سپیڅـلی دین تل د مسلمانانو ترمنځ په یووالي او وحدت ټینګار کوي او د دوی په خیر یې بولي، چې افغانانو هم په همدې اصل بهرنیو یرغلګرو، سترواکیو، زورواکو او خپلسروته د تاریخ په اوږدو کې تل ماتې ورکړې دي او په رښتیا هم چې، د افغانانو ترمنځ له هېواد څخه په دفاع کې ټولنیز یووالي، ورورګلوي او د دوی د پلرونو او نیکونو قرباني د شل کلن اشغال تر بري پورې د دې لامل شوی چې، هیڅ پردي یرغلګر دې هېواد کې په آرامه قدم نه دی ایښی او د افغانانو پر وړاندې د الله جل جلاله په نصرت له مقاومت کولو بې وسه شوي او له ښکلي او تاریخي هېواد څخه یې پښې سپکې کړې دي. نو په کار ده چې، افغانان تل خپل یووالی او ملي وحدت لا ټینګ وساتي ترڅو د هر ډول ستونزو پر وړاندې بریا ترلاسه کړي او پرمخ ولاړ شي. اوس افغان پتمن ملت ته په کار ده چې، په يو غږ د زمري ۲۴مه نېټه د افغان تاريخ د يوې وياړلې ورځې په توګه ولمانځي او ټول د ستر رب جل جلاله شکر ادا کړي، چې د اشغال او بدبختيو پر ځای يې اسلامي نظام او سرتاسري امنيت ورکړی دی.
د زمري ۲۴ مه؛ د افغان ویاړلي ملت د سپېڅلي جهاد پايله


