الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته د سړک جوړولو په اړه پوهاوی ورکړل شو


د پنځلسمې ناحیې د ۱۳م، ۱۸م، ۱۹م او ۲۰ م ګذر ترمنځ د نوي سړک د جوړولو په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو او له دوی وغوښتل شول چې، د دې مهمې پروژې د پلي کولو په برخه کې همکار و اوسي.
د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین، د استملاک ریاست استازي انجنیر سلام الدین ادیب او د پنځلسمې ناحیې استازي عبدالبصیرآخندزاده د یاد سړک د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل.
دوی وویل چې، دا سړک د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت او د ترانسپورتي زېربناوو د پرختیا په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
د دې پروژې په اوږدو کې ۱۲۲ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو خوښي وښوده او دا کار یې د قصبې سړک د ګڼې د کمښت او د سیمو د اقتصادي ودې په برخه کې ګټور وباله.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست د ډیزاین له مخې؛ دا سړک یو کیلو متر اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، عملي کارونه به یې ډېر ژر پیل شي. په راتلونکي پړاو کې به له سړک سره نښلول شوې کوڅې هم جوړې شي.