د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نادریه لیسه کې د پوهاوي برنامه وړاندې شوه

د ښاري کلتور او مدني مسؤلیت د ودې لپاره د کابل په ښوونځیو کې د پوهاوي کمپاینونو په دوام دا ځل د کابل ښاروالۍ لخوا د نادریې لیسې زده کوونکو د پوهاوي لوړولو پروګرام تر سره شو 

په دغه برنامه کې د ترافیک نښو رعایتولو ، د سرک غاړو او پلي تګلارو مقرراتو ، پاکوالي ، زرغون ښار ، ښار او ښاريتوب په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول تر څو د ښار په کچه د ښاري کولو فرهنګ پراخه کړي .

په ورته ډول د یادې لیسې زده کوونکي وهڅول شول تر څو د یووالي په روحیه د کابل ښاروالۍ سره مرسته کولو لپاره د ممد ښار په وده کې مثبت رول ولوبوي .

په دغه برنامه کې یو تعداد کتابونه چې د کابل ښاوالۍ لخوا د همدغې موخې لپاره چاپ شوي ، د نوموړې لیسې زده کوونکو ته وویشل شو.