
د پوهاوي د کچې لوړولو او د ښاري ژوند د کلتور دودولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د درېیمې ناحیې اړوند د رحمان بابا عالي لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال احمدعلي «عمري» د دې لېسې زدهکوونکي د اصیل اسلامي او افغاني کلتور رعایت ته وهڅول. نوموړي وویل: « ښاري هوساینه او سوکالي د مسئولینو له هڅو او د ښاریانو له هر اړخیزې همکارۍ سره تړاو لري. زدهکوونکي هم کولای شي د ښاري برنامو او پلانونو د پلي کېدو په برخه کې د رغنده رول په اداء کولو سره له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي».
د ښاغلي عمري په وینا؛ د نن ورځې زدهکوونکي د سبا ورځې واکمنان دي. الحمدلله، نن د اسلامي نظام په برکت په خوندي چاپېریال کې د زدهکړې زمینه برابره شوې ده. اړینه ده چې، د معنویاتو د پیاوړتیا، د علم د زدهکړې او د ښاري اصولو د رعایت لپاره هڅې لاپسې پراخې شي، څو د اسلامي شریعت په رڼا کې په نږدې راتلونکې کې د یوه آباد، پرمختللي او د نړۍ په ښارونو کې یوه بېلګه و اوسو.
ورته مهال د رحمان بابا عالي لېسې آمر حافظ سمیعالله «صدیقي» دغه برنامه ګټوره او اغېزناکه وبلله او ژمنه یې وکړه چې، له دې وروسته به د درسي برنامو په ترڅ کې زدهکوونکو ته د پاکوالي ، د ونو خړوبولو، له ښاري تأسیساتو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د عامه شتمنیو د ساتنې په اړه معلومات وړاندې شي.
د دې برنامې په ترڅ کې د ښاري کلتور اړوند د پوهاوي ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول، یو شمېر ترانې او شعرونه وویل شول او زدهکوونکو ته د پوښتنو او ځوابونو زمینه برابره شوه، څو هغوی د ښار او خپل ژوند د چاپېریال په اړه له خپلو ټولنیزو او ښاري مسؤولیتونو سره بلد شي.
په پای کې د کابل ښاروالۍ له لوري چمتو شوې د پوهاوي ډالۍ او قرطاسیه د لېسې پر زدهکوونکو ووېشل شوې.
د رحمان بابا عالي لېسې له زدهکوونکو سره د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه


