د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ لخوا دمحمد علم فیض زاد لېسې د زده کوونکو لپاره د پوهاوي کمپاین ، د ښاري کولو فرهنګ د ودې په موخه سر ته ورسېد .

د دغه برنامې هدف د ښار جوړولو او مدني مسؤلیت فرهنګ ته وده ورکولو په اړه دپوهاوي لوړول ، د پاک او زرغوون ښار درلودل وو. په دغه برنامه کې د ترافیک نښو رعایتولو ، د سرک غاړو او پلي تګلارو مقرراتو ، پاکوالي ، زرغون ښار ، ښار او ښاريتوب په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول تر څو د ښار په کچه د ښاري کولو فرهنګ پراخه کړي . د نوموړې لېسې زده کوونکو ژمنه وکړه چې د کابل ښاروالۍ سره به د خپل ښار په پاک او زرغون ساتلو کې مرسته وکړي تر څو په هغه ښار کې چې ژوند کوي د خپلې ایماني او اخلاقي وجیبې په درلودلو، پاک او ښکلی وساتي. په دغه برنامه کې یو تعداد کتابونه چې د کابل ښاوالۍ لخوا د همدغې موخې لپاره چاپ شوي ، د نوموړې لیسې زده کوونکو ته وویشل شو.