الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ماشومانو په روزنه کې د مور ونډه


✍️ آرش «ننګیال»
ماشوم د هرې ټولنې د راتلونکي بنسټ اېښودونکی او جوړونکی دی. د هغه د شخصیت، فکر، اخلاقو او چلند بنسټونه د ژوند په لومړیو کلونو کې اېښودل کېږي او دا پړاو د روزنې تر ټولو مهم وخت ګڼل کېږي . د ماشوم د روزنې په بهیر کې کورنۍ تر ټولو مهم چاپېریال دی، ځکه ماشوم د ژوند لومړنۍ تجربې، ارزښتونه او عادتونه له همدې ځایه زده کوي. په کورنۍ کې مور هغه څوک ده چې، له ماشوم سره تر ټولو نږدې عاطفي، رواني او فزیکي اړیکه لري. د مور غېږه د ماشوم لومړنی ښوونځی بلل کېږي، ځکه ماشوم د نړۍ لومړني درسونه د مور له مینې، خبرو، سلوک او پاملرنې څخه زده کوي.
د مور مقام او منزلت ته په کتو سره، اسلام هم د مور مقام ته ځانګړې درناوی ورکړی او د ماشومانو روزنه یې د والدینو مهم مسئولیت بللی دی.
الله تعالی د قرآن کریم د الاسرء سورت په ۲۴م آیت کې فرمایي:
ژباړه: «او له خاکسارۍ نه کار واخله دې دواړو ته د عاجزئ او مهربانۍ له وجې نه او ووایه، ای زما ربه! رحم وکړه په دوی باندې خاص رحمت د دې وجې نه چې په وړوکوالي کې یې زما پالنه کړې.
دا آیت د مور او پلار د روزنې او پالنې ارزښت څرګندوي.
همدا رنګه رسول الله(ص) د صحیح بخاري په ۷۱۳۸ نمبر حدیث شریف کې فرمایلي دي:
ژباړه: تاسو هر یو مسئول یاست او له هر یوه څخه به د هغه د مسئولیت په اړه پوښتنه کېږي.
دا حدیث موږ ته را زده کوي چې، مور او پلار د خپلو اولادونو د روزنې او لارښوونې مسئولیت لري.
په کورنۍ کې د مور ارزښت د هغې مقام لوړ کړی دی، رسول الله(ص) د مور مقام او درجې ته درناوی قایل ؤ. کله چې له رسول الله(ص) څخه پوښتنه وشوه چې، د ښه چلند تر ټولو زیات حقدار څوک دی؟ هغه مبارک درې ځله د مور نوم یاد کړ او په څلورم ځل یې پلار یاد کړ.
(صحیح بخاري، ۵۹۷۱ نمبر حدیث)
همدا ډول، د ارواپوهنې له نظره هم د ماشوم د شخصیت جوړېدو په لومړنیو پړاوونو کې د مور ونډه خورا مهمه ده. څېړنې ښيي چې، د ماشوم د ژوند لومړنۍ اړیکې د هغه پر عاطفي ثبات، ټولنیزو مهارتونو او راتلونکې رواني روغتیا اغېز لري. مشهور ارواپوه (جان باولبي) د عاطفي تړاو په نظریه کې څرګنده کړې ده چې، د ماشوم او مور ترمنځ خوندي عاطفي اړیکه د ماشوم د غوره شخصیت د ودې لپاره ډېر اهمیت لري.
ماشوم له زېږون وروسته تر ډېره له خپلې مور سره وخت تېروي. د مور غږ، لمس، موسکا، مهرباني او پاملرنه د ماشوم په رواني وده کې ډېر مهم رول لري. ماشوم د مور په مرسته د مینې، باور، امنیت او اړیکو مفهوم زده کوي. که مور ماشوم ته سمه پاملرنه وکړي، مینه ورکړي او غوره چلند ورسره وکړي، ماشوم به د اعتماد احساس پیدا او د ژوند له ستونزو سره د مقابلې ښه وړتیا او حوصله ترلاسه کوي.
ارواپوه (اریک اریکسون) د انسان د رواني او ټولنیزې ودې په لومړي پړاو کې، باور د ماشوم اساسي اړتیا بللې ده. د هغه له نظره، که ماشوم په لومړیو کلونو کې له مینې او پاملرنې څخه برخمن وي، په راتلونکې کې د باور وړ، ثابت قدمه او د مثبت شخصیت خاوند جوړېدلی شي.
مور یوازې د ماشوم پالونکې نه ده، بلکې د هغه د احساساتو روزونکې هم ده. ماشوم کله چې خپه، وېرېدلی یا ناروغ وي، د مور شتون ورته د امنیت احساس ورکوي، دا احساس د ماشوم د مغز په وده، زده کړو او په ټولنیزو تعاملاتو اغېزه کوي.
په ټوله کې ماشومان له هغو کسانو څخه ډېر څه زده کوي چې ورسره نږدې او عاطفي اړیکه لري. ځکه نو مور د ماشوم لپاره یوازې یوه ساتونکې نه، بلکې یوه ښوونکې، لارښوونکې او د ژوند نمونه یا بېلګه ده. ماشوم د مور خبرې، اخلاق، د ستونزو حل کولو طریقه او ټولنیز چال چلند تقلیدوي.
د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ماشومانو په روزنه کې د مور ونډه ځانګړې ده.
ډېری افغانې مېندې د کور مسئولیت پر غاړه لري او د ورځې ډېره برخه له خپلو ماشومانو سره په کور تېروي دا موضوع مور ته فرصت ورکوي چې، د ماشومانو د اخلاقو، زده کړو، عادتونو د شخصیت په جوړونه کې فعاله ونډه واخلي.
همدارنګه په ډېرو افغاني کورنیو کې د کورنۍ د غړو شمېر زیات وي، د کورنۍ ګډ ژوند، د نیکه، نیا، عمه، کاکا او نورو خپلوانو شتون کولای شي د ماشومانو په روزنه کې مرسته وکړي. کله چې د کور نور غړي له مور سره د کور په چارو کې مرسته کوي، مور کولای شي د ماشومانو روزنې، زده کړې او عاطفي اړتیاوو ته لا ډېره پاملرنه وکړي ځکه چې په کافي اندازه وخت لري.
خو باید یادونه وشي چې، یوازې د کورنۍ د غړو زیاتوالی د ماشوم د ښې روزنې ضمانت نه شي کولای، بلکې د کورنۍ د غړو مثبت چلند، غوره اخلاق، د روزنې سمه او علمي طریقه ډېر اهمیت لري.
د مور زده کړه د ماشومانو په روزنه کې ځانګړی اهمیت لري او د کورنۍ لپاره ستر نعمت بلل کېږي. لوستې مور کولای شي خپل علم، تجربې او مثبت فکرونه خپلو ماشومانو ته په ښه ډول ولېږدوي. هغه کولای شي د ماشوم د پوښتنو ځوابونه په منطقي او علمي ډول ورکړي، د زده کړې لپاره مناسب چاپېریال برابر او ماشوم د پوهې، مطالعې او نوښت لوري ته وهڅوي.
څېړنې ښيي چې، د مور د زده کړو کچه د ماشومانو له تعلیمي بریا، روغتیا او ټولنیز پرمختګ سره اړیکه لري. لوستې مور نه یوازې د ماشوم ښوونیز ملاتړ کوي، بلکې د هغه د فکر د پراختیا او شخصیت جوړونې لپاره هم زمینه برابروي.
ماشوم یوازې جامو، خوړو او فزیکي پاملرنې ته اړتیا نه لري، بلکې اخلاق، مینه، درناوی، زغم او مسئولیت منل هم باید زده کړي. مور کولای شي ماشوم ته د رښتینولۍ، مهربانۍ، نظم، پاکوالي او نورو مثبتو ارزښتونو درس ورکړي.
که مور خپله غوره بېلګه وي، ماشوم په طبیعي ډول له هغې زده کړه کوي. د بېلګې په توګه، هغه مور چې له نورو سره په درناوي خبرې کوي، د ستونزو پر مهال حوصله او د دیني او انساني ارزښتونو پابندي کوي، ماشوم هم د همدې کړنو تقلید کوي.
سره له دې چې مور د ماشوم په روزنه کې مهم رول لري، خو ځینې ستونزې کولای شي د دې رول اغېزه کمه کړي. د بېلګې په توګه، د مور بې سوادي، اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه، کورنۍ شخړې او د ماشومانو د غوره روزنې په هکله ناپوهي او…
د دغو ستونزو د کمښت لپاره اړینه ده چې، مېندې د ماشوم د روزنې په هکله زده کړې یا هم مطالعه وکړي، د کورنۍ ملاتړ ترلاسه او د ماشومانو له اړتیاوو سره سم دې غوره روزنیزې لارې چارې وکاروي.
مور د ماشوم د ژوند لومړنۍ ښوونکې او تر ټولو اغېزمنه روزونکې ده. د مور مینه، پاملرنه، اخلاق، زده کړه او عاطفي ملاتړ د ماشوم پر راتلونکي شخصیت اغېزه کوي، په ځانګړي ډول د افغانستان په ټولنه کې، چې ډېری مېندې له ماشومانو سره ډېر وخت تېروي، د هغوی رول لا زیات اهمیت پیدا کوي.
که یوه مور لوستې، باتجربه او د ماشوم د رواني اړتیاوو په اړه پوهه ولري، نو کولای شي داسې نسل وروزي چې، پوه، مسئول، مهربان او د ټولنې لپاره ګټور وي. له همدې امله د مور روزنه په حقیقت کې د راتلونکي نسل روزنه ده، ځکه غوره مېندې غوره ټولنې جوړوي.
(یوه ښه مور د سلو ښوونکو هومره ارزښت لري ـ ایټالوي متل)