الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل – لوګر سړک له چهارآسیاب بازار څخه تر دو سرکه پورې پراختیا مومي


د شلمې ناحیې اړوند د چهارآسیاب له بازار څخه تر دو سرکې پورې د کابل–لوګر سړک د جوړولو او پراختیا پروژې د پلي کېدو په موخه، د دې پروژې په اوږدو کې د مېشتو اوسېدونکو او د ملکیتونو له مالکانو سره د عامه پوهاوي غونډه د اړوندې ناحیې د رئیس مولوي عبدالرحمن بشیر او د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د کابل ښاروالۍ مسئولینو د کابل–لوګر سړک د اهمیت په اړه خبرې وړکړې او ویې ویل چې، دغه سړک د کابل ښار په سوېل کې له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي. ویناوالو د هغو ملکیتونو له مالکانو څخه چې، ملکیتونه یې تر استملاک لاندې دي وغوښتل څو د خپلو ملکیتونو د قانوني سندونو د اداري پړاوونو د ترسره کولو په موخه، ژر تر ژره کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د پروژې په اوږدو کې د شته خنډونو د لرې کولو او سیمې د پاکولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.
د غو مسئولینو زیاته کړه چې، د دې پروژې پلي کېدل به د اړوندو سیمو د اقتصادي او ټولنیزې ودې ترڅنګ، د هغو ښاروندانو او مسافرینو د تګ راتګ په آسانتیا کې هم مهم رول ولوبوي، کوم چې د هېواد له سوېلي ولایتونو څخه کابل ښار ته تګ راتګ کوي. د دې پروژې په اوږدو کې په ټولیزه توګه ۲۲۳ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، چې د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د غونډې په پای کې ښاریانو ته ډاډ ورکړل شو چې، د استملاک په بهیر کې به د هغوی قانوني حقوق خوندي وي او د هغوی پوښتنوته قناعت‌ بښونکي ځوابونه ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې، دغه سړک ۳۰۰۰ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري.