
د ښاري ژوند د کلتورد پیاوړتیا او د ښار پر وړاندې د ځوان نسل د فردي او ټولنیزو مسؤلیتونو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د اوومې ناحیې اړوند د خوشحال خان عالي لېسې زده کوونکو ته د ښاري پوهاوي برنامه ترسره شوه.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د پوهاوي آمر، محمد یاسین امین، د ښاري چاپېریال د وضعیت په ښه والي کې د زده کوونکو پر رول ټینګار وکړ او هغوی یې د ښاري اصولو او مقرراتو مراعاتولو، د چاپېریال پک ساتنې او له ښاري تأسیساتو څخه سمې ګټې اخیستنې ته وهڅول.
نوموړي وویل، له ښوونځي څخه د ښاري ژوند د کلتور بنسټیزول، د ښار او د خپل ژوند د چاپېریال پر وړاندې د مسئولیت مننونکو کسانو د روزنې زمینه برابروي. هغه له زده کوونکو وغوښتل چې، د پاکوالي په ساتنه، د زرغونو سیمو په پراختیا او د عامه شتمنیو په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.
په همدې حال کې، د خوشحال خان عالي لېسې تدریسي مرستیال محمد صادق خان د داسې برنامو جوړول ګټور او اغېزناک وبلل او ډاډ یې ورکړ چې، د پاکوالي او نظافت، د ونو د خړوبولو او پالنې، له ښاري تأسیساتو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د عامه شتمنیو د ساتنې اړوند موضوعاتو ته به د دې لېسې په ښوونیزو او درسي پروګرامونو کې لا ډېره پاملرنه وشي.
د برنامې په لړ کې زده کوونکو ته د ښاري ژوند د کلتور اړوند ویډیوګانې نندارې ته وړاندې اود پوښتنو او ځوابونو برخه هم ترسره شوه.
په دې برخه کې زده کوونکو ته فرصت ورکړل شو چې، خپلې پوښتنې مطرح کړي او د ښار او خپل ژوند د چاپېریال پر وړاندې له خپلو ټولنیزو او ښاري مسئولیتونو سره لا ډېر بلد شي.
د برنامې په پای کې، یو شمېر پوهاوی ورکوونکي ډالۍ، قرطاسیه او د ښوونځي بکسونه، چې د کابل ښاروالۍ له خوا چمتو شوي وو، د خوشحال خان عالي لېسې پر زده کوونکو ووېشل شول.
د خوشحال خان عالي لېسې زده کوونکو ته د ښاري پوهاوي برنامه ترسره شوه


