
د پنځمې ناحیې اړوند له قمبر څلورلارې څخه د روحاني بابا جومات تر کوڅې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا په اړه د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته پوهاوی ورکړل شو.
په دې برنامه کې د پنځمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد، د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین او د استملاک ریاست استازي انجنیر عبدالعزیز حبیب د یادې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې، دا پروژه د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا او د تګ راتګ آسانتیاوو د رامنځته کېدو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
مسئولینو د ملکیتونو له مالکانو وغوښتل څو د خپلو استملاکي سندونو د اداري پړاوونو د ترسره کولو په موخه، هرڅه ژر کابل ښاروالۍ ته مراجعه وکړي او د خنډونو د پاکولو په برخه کې همکار و اوسي.
ورته مهال له هټیوالو وغوښتل شول چې، خپلې معاملې تصفیه کړي څو په راتلونکې کې له حقوقي او اداري ستونزو سره مخ نشي.
د مسئولینو په وینا؛ د دې پروژې په پلي کېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ د دې سړک په اوږدو کې ۹۸ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو و کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زېربناوو ریاست د طرحې له مخې؛ دغه سړک ۳.۴ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.
له قمبر څلورلارې څخه د روحاني بابا جومات تر کوڅې پورې د سړک د پراختیا په اړه پوهاوی ورکړل شو


