الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پیرمحمد کاکړ لېسې زده‌ کوونکو ته د ښاري پوهاوي برنامه ترسره شوه

د ښاري ژوند د کلتور د ودې او د ښار په وړاندې د ځوان نسل د فردي او ټولنیزو مسئولیتونو د پوهاوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د پدولې په سیمه کې د پیر محمد کاکړ عالي لېسې زده‌ کوونکو ته د ښاري پوهاوي برنامه ترسره شوه.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د پوهاوي آمر محمد یاسین امین، په ښوونځي کې د ښاري کلتور د زده‌ کړې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: زده‌ کوونکو ته پوهاوی ورکول کولی شي د ښار او چاپېریال پر وړاندې د مسئول او ژمن نسل په روزنه کې مهم رول ولري.
نوموړي له زده‌ کوونکو وغوښتل چې، د خپل چاپېریال د پاکوالي په ساتنه، د زرغونو سیمو په پالنه او پراختیا، د عامه تاسیساتو او شتمنیو په ساتنه او د ښاري مقرراتو په مراعاتولو کې فعاله ونډه واخلي او د ښاري چاپېریال د وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.
دغه راز د پیر محمد کاکړ عالي لېسې آمر، مولوي عبدالحلیم حقاني، د داسې برناموجوړېدل اغېزمن وبلل او ویې ویل چې، د پاکوالي، د ونو د خړوبولو او ساتنې، له ښاري تاسیساتو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د عامه شتمنیو د ساتنې اړوند موضوعاتو ته به د دې لېسې په ښوونیزو او درسي پروګرامونو کې لا ډېره پاملرنه وشي. د دې برنامې په ترڅ کې زده‌ کوونکو ته د ښاري کلتور اړوند ویډیوګانې او شعري مطالب وړاندې شول او د پوښتنو او ځوابونو ناسته هم ترسره شوه.
زده‌ کوونکو په دغه ناسته کې فرصت وموند چې خپلې پوښتنې مطرح او د ښار او خپل ژوند چاپېریال پر وړاندې د خپلو ټولنیزو او ښاري مسئولیتونو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.
د برنامې په پای کې، د کابل ښاروالۍ له خوا چمتو شوي یو شمېر د پوهاوي ډالۍ، قرطاسیه‌ او د ښوونځي بیکونه د پیر محمد کاکړ عالي لېسې پر زده‌ کوونکو ووېشل شول.