الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتفاق ښارګوټي کې د گذر د ټاکلو او د صفایي کتابچو د وېش په اړه پوهاوی ورکړل شو


د ۱۴مې ناحیې اړوند د اتفاق ښارګوټي اوسېدونکو ته د نوي گذر د ټاکلو او د صفایي کتابچو (د ښاري خدمتونو د محصول کتابچې) د وېش په اړه د پوهاوي غونډه ترسره شوه.
د دې برنامې موخه، د ګذر وکیل د ټاکلو او د صفایي کتابچې د ترلاسه کولو په اړه د سیمې د اوسېدونکو پوهول ؤ. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ مسئولینو، د سیمې د اوسېدونکو استازو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د ۱۴مې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن «رباني»، د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي «یاسین‌زي»، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین «امین» او د عوایدو ریاست استازي ملیار «سهاک» د ښار د منظمې او معیاري پراختیا او په غوره توګه د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د گذر د ټاکلو او د سیمه‌ییزو جوړښتونو د تنظیم په اړه معلومات وړاندې کړل.
مسئولینو ټینګار وکړ چې، د گذرونو ټاکل او د منظم سیمه‌ییز جوړښت رامنځته کول، د ښاري چارو د غوره پلان جوړونې او ښاري خدمتونو ته د ښاریانو د آسانه لاسرسي زمینه برابروي. همدا راز د صفایي کتابچې له لارې د ښاري خدمتونو د محصول ورکړه هم د دغو خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.
د ۱۴مې ناحیې د اوسېدونکو په استازیتوب مولوي محمد آصف «سروري» او ملک نبي د دې ناحیې د جوړښتي پراختیا او په نویو شاملېدونکو کلیو کې د زیربنایي او پراختیايي پروژو د پلي کېدو لپاره د زمینې له برابرېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: په دې پلان کې د قلعهٔ حیدرخان سیمې په شاملېدو سره به په دې سیمه کې ښاري خدمتونه هم لا منظم شي.
په پای کې د سیمې اوسېدونکو له یادې برنامې څخه هرکلی وکړ او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې وړاندې کړل. دوی د گذر او گذر وکیل د ټاکلو او د صفایي کتابچو د وېش په بهیر کې د هر راز مرستې لپاره خپل چمتووالی وښود.
د یادونې وړ ده چې، اتفاق ښارګوټی د ۱۳مې ناحیې پر پوله موقعیت لري.