
د ښاري ژوند د کلتور د دودولو او د ښار په وړاندې د ځوان نسل د فردي او ټولنیزو مسؤلیتونو په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د دویمې ناحیې اړوند د استقلال عالي لېسې زده کوونکوته د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه.
په دې برنامه کې زده کوونکو ته د چاپېریال د پاکوالي، د زرغونو سیمو د پراختیا، د ښاري تاسیساتو او عامه شتمنیو د ساتنې او د ښاري مقرراتو د رعایتولو په اړه معلومات وړاندې شول.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر، محمد یاسین امین، په ښوونځي کې د ښاري ژوند د کلتور د زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې، زده کوونکو ته پوهاوی ورکول د داسې نسل په روزنه کې اغېزمن رول لري چې مسئول، ژمن او له خپل ښار سره مینه ولري.
نوموړي له زده کوونکو وغوښتل چې، د ښار د پاکوالي، د چاپېریال، زرغونو سیمو او د ښاري تاسیساتو په ساتنه او عامه شتمنیو ته د زیان رسولو په مخنیوي سره د ښاري چاپېریال د ښه والي په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د ښاري ژوند اړوند پیغامونه له خپلو کورنیو او ټولنې سره هم شریک کړي.
دغه راز د استقلال عالي لېسې آمر قاضي سید بلال هشام سادات د دا ډول برنامو ترسره کول د زده کوونکو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره اغیزمنې وبللې او ویې ویل چې، دوی به په خپلو درسي پلانونو کې د ښار اړوند موضوعاتو ته هم ځای ورکړي.
د یادې برنامې په ترڅ کې زده کوونکو ته د ښاري ژوند د کلتور په اړه د پوهاوي ویډیوګانې او شعري مطالب وړاندې شول او هغوی هم د پوښتنو او ځوابونو په یوه برخه کې د ښاري او ټولنیزو مسئولیتونو په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه مطرح کړل.
په پای کې د کابل ښاروالۍ له خوا برابر شوي یو شمېر د پوهاوي توکي، قرطاسیه او د ښوونځي بیکونه د استقلال عالي لېسې پر زده کوونکو ووېشل شول.
د استقلال عالي لېسې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه


