
د ښاري کلتور دودولو، پیاوړتیا او د ټولنیزو مسئولیتونو په اړه د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له خوا د درېیمې ناحیې اړوند د غازي عالي لېسې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي برنامه ترسره شوه.
په دې برنامه کې د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس مولوي محمد داود «مهاجر»، په خپلو خبرو کې زده کوونکي د اصیل اسلامي او افغاني کلتور مراعاتولو او د ښار پاکوالي او نظم ته وهڅول.
نوموړي وویل: هوساینه، سوکالي او د ښاري وضعیت ښه والی یوازې د ښار اړوند ادارو په فعالیتونو نه شي رامنځته کېدای، بلکې په دې برخه کې د ښاریانو مرسته او ونډه اساسي اهمیت لري.
ښاغلي مهاجرزیاته کړه، زده کوونکي د راتلونکي نسل په توګه کولای شي د ښاري ژوند د اصولو په رعایت، د چاپېریال، ښاري تأسیساتو او عامه شتمنیو په ساتنه او د خپلو کورنیو او شاوخوا خلکو په هڅولو سره د ښاري برنامو او پلانونو په پلي کېدو کې رغنده رول ولوبوي.
ورته مهال د غازي عالي لېسې آمر مولوي عبدالعلیم «زابلوال» د داشان برنامو ترسره کول ګټور او اغېزناک وبلل او ژمنه یې وکړه چې، له دې وروسته به د لېسې په ښوونیزو برنامو کې زده کوونکو ته د پاکوالي او نظافت، د ونو د خړوبولو، له ښاري تأسیساتو څخه د سمې ګټې اخیستنې او د عامه شتمنیو د ساتنې په اړه لا ډېر معلومات وړاندې کړي.
د برنامې په لړ کې د ترانې او نعت ویلو تر څنګ، د عامه پوهاوي یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول.
همدا راز زده کوونکو ته د پوښتنو او ځوابونو زمینه برابره شوه، څو خپل نظرونه او پوښتنې د ټولنیزو او ښاري مسئولیتونو په اړه مطرح کړي.
د برنامې په پای کې د ښاري کلتور د پیاوړتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا برابرې شوې یو شمېر ډالۍ، بکسونه او قرطاسیه هم پر زده کوونکو ووېشل شول.
د غازي عالي لېسې زده کوونکو ته د پوهاوي برنامه ترسره شوه


