
د کابل ښاروالۍ داغمه او له کاره لویدلي وسایل چې، په هغه کې پُرزې، ټایرونه، بطرۍ او د تنظیفي برخې وسایل شامل دي د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې په بشپړه شفافه فضا کې لیلام شول.
یاد وسایل د ۳ میلیونه دوه سوه څلور زره افغانیو په ارزښت وپلورل شول. په دې بهیر کې نږدې ۲۰۰ تنه متشبیثینو ګډون کړی وو چې، په پایله کې د لوړ قیمت ورکوونکی کس ګټونکی اعلان شو.
دا پروسه د وسایلو د ښه مدیریت او د کابل ښاروالۍ له شتمنیو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په موخه ترسره شوه.
د کابل ښاروالۍ داغمه او له کاره لوېدلي وسایل لیلام ته وړاندې شول
15 میزان 1405


