الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ تادیات د پښتني بانک له بانکي سیستم سره ونښلول شول

15 میزان 1405


د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د محصول د برېښنايي راټولولو سیستم (IFMS) د پښتني بانک د بانکي تادیاتو له سیستم سره وصل شوی او له دې لارې د کابل ښاروالۍ د ټولو تادیاتو د ترسره کولو زمینه برابره شوې ده. د دغه سیستم د کارونې له څرنګوالي سره د عوایدي برخې د مسئولینو د بلدتیا په موخه، د کابل ښار د ۲۲ ګونو ناحیو د عوایدو آمرینو ته روزنیز او د عامه پوهاوي ورکشاپ ترسره شو.
دغه برنامه چې د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ او عوایدو ریاستونو له خوا جوړ شوې وه په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د IFMS سیستم د کارونې، د معلوماتو د ثبت، د محصول د اندازې ټاکلو، د فعالیت موده او څرنګوالی، د عوایدي تادیاتو د پړاوونو د ترسره کولو او د بانکي سیستم له لارې د تادیاتو بهیر تشریح شو. د دغه سیستم له مخې، کله چې یو کس په پښتني بانک کې د کابل ښاروالۍ اړوند محصول او نورې پیسې تحویل کړي، د تادیې معلومات په برېښنايي توګه د IFMS سیستم ته لېږدول کېږي او د تادیې وضعیت هم په سیستم کې ثبتېږي. له همدې امله، ښاریان له بانکي تادیې وروسته اړ نه دي چې د تادیې رسید یو ځل بیا په فزیکي بڼه د کابل ښاروالۍ دفترونو ته ولېږدوي.
دغه سیستم د ښاري خدمتونو د محصول د کتابچې، ودانیزو جوازونو او د کابل ښاروالۍ د عوایدو د نورو سرچینو اړوند تادیاتو لپاره کارول کېږي. د دغه سیستم له بانکي سیستم سره په نښلېدو سره د تادیاتو، ثبت او د عوایدو د تعقیب بهیر په منظم او برېښنايي ډول ترسره کېږي.
مسؤولین وايي چې، د کابل ښاروالۍ د تادیاتو سیستم له بانکي سیستم سره نښلېدل، سربېره پر دې چې ښاریانو او د عوایدو کارکوونکو ته آسانتیاوې برابروي، د جعلي رسیدونو د ثبت او سندونو د جعل مخه هم نیسي، د وخت ضایع کېدل راکموي او د عوایدو د لا شفاف او منظم مدیریت زمینه برابروي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د سیستم‌جوړونې آمر، بشیر احمد «مبشر»، د دغه سیسټم د جوړولو موخه، د عوایدو له مسئولینو سره د سیستم د اغېزمنې کارونې په اړه بلدتیا او د کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو کې د هغه د غوره تطبیق لپاره د یوې غوره زمینې برابرول وبلل.
نوموړي وویل چې، د دغه سیستم په کارولو سره د تادیاتو او عوایدو د راټولولو اړوند چارې په منظم او برېښنايي توګه ترسره کېږي او د عوایدو د چارو د ثبت، پروسس، تعقیب او مدیریت لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کېږي.
د ښاغلي مبشر په وینا؛ د دغه سیستم تطبیق به د کاغذي سندونو د کارونې ترڅنګ، د عوایدو په بهیر کې د شفافیت په تأمین، د جعلي رسیدونو د ثبت په مخنیوي، د عوایدو د ضایع کېدو په مخنیوي او د کابل ښاروالۍ د عوایدو د راټولولو د بهیر په چټکتیا کې اغېزمن تمام شي.
د کابل ښاروالۍ د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسئولینو ټینګار وکړ چې، له بانکي سیستم سره د کابل ښاروالۍ د ټولو تادیاتو په نښلېدو او د IFMS سیستم په پیاوړتیا سره به د تادیاتو اړوند معلومات او سندونه په منظم ډول په سیستم کې ثبت شي، چې له دې سره به د عوایدو د لا ښه مدیریت، د فزیکي پړاونو د کمښت او د ښاریانو د باور د زیاتېدو زمینه برابره شي.