
د کابل ژوبڼ ریاست هر ورځ د وړکتونونو د کوچنیانو، زده کوونکو او محصلانو لپاره د علمي لیدنو زمینه برابروي څو هغوی له نږدې د وحشي ژویو او نورو ځناورو د ساتنې او ژوند په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب وايي: دا ځای سره له دې چې، یوه مناسبه تفریحي سیمه ده، د هېواد له مهموعلمي او تجربوي مرکزونو څخه هم شمېرل کېږي او هر کال د زرګونو هېوادوالو او ځوانانو کوربتوب کوي.
د نوموړي په وینا؛ د علمي لیدنو پرمهال د دې ریاست اړوند د ښوونې او روزنې مدیریت له خوا نندارچیانو ته روزنیزې برنامې هم وړاندې کېږي. په دې برنامو کې د حیواناتو او ژویو د ساتنې، په چاپېریال کې د ژویو د اهمیت، خزندګانو او د ژوبڼ د مدیریت په اړه معلومات ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې، په دې برنامو کې زده کوونکو ته د نظرونو او وړاندیزونو د شریکولو زمینه هم برابرېږي او دوی د ژویو په اړه کافي معلومات ترلاسه کوي.
د روزنیزو برنامو په پای کې د ښاري کلتور اړوند یو شمېر کتابونه لیدونکو ته ورکول کېږي څو د عملي تجربو ترڅنګ< له روزنیزو سرچینو هم ګټه پورته کړي.
د کابل ژوبڼ مسئولین ټینګار کوي چې، د داسې برنامو ترسره کول د ښاري کلتور د ودې، له ژویو سره د ځوان نسل د بلدتیا، د چاپېریال ساتنې او د لیدونکو د پوهې کچې د لوړېدو په برخه کې اغیزمنې تمامېږي.
کابل ژوبڼ؛ له وحشي ژویو سره د ځوان نسل د بلدتیا مهم مرکز
18 میزان 1405


