
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، له مکروریانو څخه ترپکتیا کوټ پورې د کابل–جلالآباد سړک د لومړۍ برخې او همدا راز د کابل–جلالآباد او کابل–پروان سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو له چارو لیدنه وکړه او د چارو د چټکتیا او د سړو موسم له رارسېدو وړاندې یې د یو شمېر سړکونو پر قیر کولو ټینګار وکړ.
نوموړي دغه راز د تخنیکي او فني معیارونو پر رعایتولو او د کار پر کیفیت ټینګار وکړ او اړوند مسئولینو ته یېسپارښتنه وکړه چې تر کار لاندې پروژې په لنډ وخت کې بشپړې کړي.
نوموړي د صنعتي پارکونو د نښلوونکي سړک پروژې مسئولین د کار د ښه والي له امله وستایل او د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې مسئولینو ته یې د کار د ځنډ له امله سپارښتنه وکړه چې، د یادې پروژې د کارونو بشپړولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیرانو ته سپارښتنه وشوه چې، د ودانیزو توکو نمونې واخلي او له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره یې د ودانیزو توکو لابراتوار ته د آزمایښت په موخه واستوي.
د کابل–جلالآباد او کابل–پروان سړکونو ترمنځ نښلوونکی سړک چې، له صنعتي پارکونو څخه تېرېږي، د ۳.۵۴۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره طرحه شوی دی. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به د کابل ښار په ختیځو او شمال ختیځو برخو کې د ترافیکي بهیر د ښه تنظیم زمینه برابره شي.
همدا راز د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د کابل–جلالآباد سړک لومړۍ برخه چې، د ۹.۳۹۷ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره طرحه شوې ده، دواړو خواوو ته د ۲۲ مترو په سور سره پراخېږي او د پخواني سړک زیانمنې برخې به هم تر بیارغول کېدو وروسته قیر شي.
دا دواړه سړکونه د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه شمېرل کېږي، چې په جوړېدو سره به یې د ترانسپورټي لېږد ظرفیت لوړ، ترافیکي بهیر به تنظیم او د ښاریانو د تګ راتګ آسانتیاوې به لا زیاتې شي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د ودانیزو چارو په چټکتیا، د تخنیکي معیارونو په رعایتولو او د ودانیزو توکو د کیفیت په ډاډمنولو سره، د سړو موسم له رارسېدو وړاندې د دغو سړکونو قیرچارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ یې پرانیزي.
د سړو موسم له رارسېدو وړاندې د کابل ښار د یو شمېر سړکونو په قیر کولو ټینګار
25 میزان 1405


