کابل ښاروالۍ دا ځل د نن نسل لپاره چې زموږ د سبا هیلې دي، د ښاري ژوند او ښاري مسوولیتونو د غوره فرهنګ د دودولو په موخه په اومه ناحیه کې د آقا علي شمس د نجونو په لېسه کې د پوهاوي ورکونې پروګرام جوړ کړ؛ ترڅو د ترافیکي نښو، د سړک او پلو لارو د اصولو او مقرراتو، تنظیفي او زرغونتیا چارو او په ښار پورې اړوندو مسایلو په اړه د زده کوونکو د پوهاوي کچه لوړه شي او له ښاري تاسیساتو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه زموږ نسلونه فکر وکړي.
د نن نسل زموږ د سبا هیلې دي!