
د کابل ښاروالۍ له خوا د مناسبو استوګنځایونو د جوړولو، له ځمکې څخه د سمې ګټې اخیستنې او د معیاري ښاري پراختیا په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحالخان مېنې په «ج» سیمه کې د درېیو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې روانې دي.
په دې پروژه کې د درېیو لسپوړیزو بلاکونو جوړول شامل دي، چې هر یو یې د یوې تهکوۍ په ګډون، د ۸۰۰ مترمربع په مساحت او ۹۶ استوګنیز آپارتمانونو په لرلو سره جوړېږي.
د دغو بلاکونو په هر استوګنیز پوړ کې څلور خونې لرونکي آپارتمانونه، له اړینو امکاناتو او تجهیزاتو سره طرحه شوي دي. همدا راز لومړي دوه پوړونه به یې سوداګریزو فعالیتونو ته ځانګړي شي او تر ټولو لاندې پوړ یې د موټرو د تمځای لپاره په پام کې نیول شوی دی.
په دې پروژه کې د لفټ، ښاري او لمریزې برښنا، د او وژنې سیستم، زرغونې سیمې، پلې لارې، تم ځایونه او نورې اړینې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي څو، د اوسېدونکو لپاره منظم، معیاري او د ژوند کولو مناسب چاپېریال برابر شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه پر وخت تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یې چارې د ټاکل شویو معیارونو او تخنیکي اصولو مطابق ترسره شي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د معاصر ښاري جوړښت د میتودونو په کارولو او د ښار په نورو ناحیو کې د معیاري استوګنیزو طرحو په پلي کولو سره، د مناسب استوګنځي د برابرولو، له ځمکې څخه د غوره ګټې اخیستنې او د سیمو پلاني کېدو ته زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به تر راتلونکي یوه کال پورې انشاءالله بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د خوشحال خان مېنې په (ج) سیمه کې د درېیو استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې روانې دي
27 میزان 1405


