د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون د احکامو په اړوند ورکشاپ ترسره شو!

د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ، کارکونکو،د لویې څارنوالۍ د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي ریاست مسئولانو او د ښځو شورا رئیسانو په ګډون د ښځو او ماشومانو د ځورونې مخنیوي قانون د احکامو په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ ترسره شو.  کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي او دوی ته د ډاډمن چاپیریال رامنځته کولو په اړه خپل پروګرامونه تشریح کړل او د ښځو او ماشومانو ډ ځورونې مخینوي قانون د احکامو زده کړه یې ګټوره او حتمي خبره وبلله.  کابل ښاروال وویل، چې د کابل ښاروالۍ په دننه کې د ښځو د ډاډمنتوب او دوی ته د ټولنیزو او فردي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پرلپسې پروګرامونه روان دي. نوموړی وویل چې، په دې برخه کې کابل ښاروالۍ یو شمیر چارې ترسره کړې دي، چې کولای شو د ښځو لپاره د مارکیټ رامنځته کیدل، په ښاري بسونو برخه کې د دوی ګمارنه او د دوی لپاره د ښاري پارکونو رامنځته کول یې د یادونې وړ بولو او په دې برخه کې به د نورو اقداماتو شاهدان هم و اوسو. د کابل ښاروالۍ د جنډر امرې فرشته سادات هم د ښځو د وضعیت ښه کیدو، دوی پر وړاندې د شته خنډونو لمنځه وړلو او او جنسیتي برابرۍ اړوند خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د کار او هڅو په اړه ژمنتیا وښوده. په یاد ورکشاپ کې یو شمیر پوښتنې چې د ښځو د ټولنیز وضعیت په اړه د ګډونوالو له لوري مطرح شوې، د لویې څارنوالۍ په استازیتوب ورته پروین رحیمي د قانون له حکمونو سره سم ځوابونه ورکړل.