د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کره معلوماتو له مخې د ښار ۵۰ سلنه ګڼه ګوڼه د لاسي خرڅونکو له لوري رامنځته شوی

13 جدی 1396


کابل ښاروالۍ د لاسي خرڅونکو د کړنو د مدیریت او قانوني کیدو په لټه کې ده
کابل ښاروالۍ ته د ښار د ترافیکو مدریت له رالیږدولو سره سم د ګڼي ګوڼي مخنیوی، د کابل ښار د ترافیکو مدیریت د ظرفیت لوړوالي، د کابل ښاروالۍ د ترافیکو مدیریت د کاری لړیو بريښنایی(التکرونکي) کیدلو په اړه طرحې چمتو کړي چې د پلي کیدو په حال کې دي.
د کره معلوماتو له مخې په کابل ښار کې ۵۰ سلنه ګڼه ګوڼه په بیلا بیلو ناحیو کې د سړک غاړي کپو،غرفو او لاسي خرڅونکو له لوري رامنځته شوي چې په دي اړه ټاکل شوي ګډ کمیسیون چې د ترانسپورت وزارت،څارنوالي،کابل امنیه قومندانۍ، ملي امنیت اداره، کابل ګارنیزیون او د کابل ښاروالۍ په مشري د ښار د ترافیکو مدیریت نه جوړ شوي، کار کوي او عمده کړنې یې د لاسي خرڅونکو د کړنو څار، هغوي مناسب ځای ته لیږدول او د هغوي د کړنو قانوني کول دي.
تیره شپه د کابل ښار دویمه ناحیه چې د ښار مرکزي سیمه ده د غرفو او لاسي خرڅونکو له شتون څخه پاکه شوه، چې په دي تړاو ځیني کسانو چې له نورو باج اخسته په لاریون لاس پوري کړ او د ښار ګڼي ګوڼي سیمو کې یی د لاسي خرڅونکو د کړنو د دوام غوښتنه کوله.
کابل ښاروالۍ په دي اند ده چې هر لاسي خرڅونکي د دي ښار يو کوچني متشبث ده او د ښار په اقتصادي حالت باندې ډیره اغیزه لري، کابل ښاروالۍ هر ډول خدمتونو په برخه کې دوي سره مرستي ته چمتو دي او د دوي د کړنو قانوني کیدل غواړي، کابل ښاروالۍ په کراتو کراتو په بیلا بیلو ناحیو کې د لاسي خرڅونکو څخه غوښتنه کړي تر څو خپلي کړني قانوني کړي او د کړنو لپاره جواز ترلاسه کړي تر څو سرمایه یی خوندې پاتي شي او په قانوني توګه خپلي کړني ترسره کړي.
د لاسي خرڅونکو د مدیریت لړۍ په بیلا بیلو ناحیو کې د پلان سره سم د ښار په ګڼي ګوڼې سیمو کې د پلی کیدو په حال کې ده، چې په پلی کیدو سره به یې له یوی خوا د ښار په بڼه کې ښکلا رامنځه ته شي او له بلي خوا به په ښار کې شته ګڼه ګوڼه کمه شي او ښاریانو ته به ښاری آسانتیاوي رامنځته شي