الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اسلامي امارت د بریا د لومړۍ کلیزې په مناسبت د کابل ښاروال پیغام!

د زمري ۲۴ مه برابره ده د افغانستان د اسلامي امارت د بریا له ورځې سره؛  په حقیقت کې دا ورځ د هغو اتلولیو او سرښندنو یادونه ده چې زموږ د هیواد مجاهد ولس د خپلو وینو په بدل کې له خپل مقدس حریم څخه د دفاع او ساتنې په موخه ترسره کړې دي.  په دې ورځ د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدینو په ډیرو کمو امکاناتو د نړۍ لوی اشغالګر د آزادۍ غوښتنې روحیې له مخې په هیواد کې له شرمونکې ماتې سره مخ کړل. د دې ورځې له امله د افغانستان ټول مجاهد ملت ته مبارکي وایم او د لوی خدای ج له دربار څخه د خپل ګران هېواد افغانستان د عزت او آبادۍ غوښتنه کوم.

 په درنښت

کابل ښاروال 

 مولوي عبدالرشید