د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالي ځوان سر پرست د کړنو به اړه د نیویارک تایمز راپور

24 جدی 1396

نيويارک تايمز ورځپاڼه چې د نړۍ له پيژندل شويو ورځپاڼو څخه ده، دوه ورځې وړاندې په خپله مقاله کې چې د حکومت د ځوانۍ ادارې په اړه خپره کړي وه د کابل ښاروالۍ سرپرست او کړنو په اړه يې داسي ليکلي وو:
عبدالله حبيب‌زي چې ۳۳ کاله عمر لري او د انجنيري پوهنځي استاد دي په امريکا کې د ماستري زدکړو بشپړولو وروسته يوه ليکنه د کابل ښار د ستونزو او ننګونو په اړه ليکلي او خپروي، هغه ښار چې د يو ميليون کسانو لپاره جوړ شوي او د پينځه ميليونه خلګو پلازمينه ده او ۷۰ سلنه ښاري سيمې يې بي پلانه دي.
ولسمشر غني د ۲۰۱۶ کال په سپرلي کې چې کومې ليکنې لولي د حبيب‌زي ليکنه يي پام ځان ته را اړوي او د ملاقات لپاره يې راغواړي، د څو لنډو خبرو وروسته ولسمشر نوموړي د کابل ښاروالۍ مرستيال په توګه ټاکي، او په يو مياشت کې د کابل ښاروالۍ سرپرست په توګه ټاکل کيږي، حبيب زي د ښاغلي غني په ملاتړ په کابل ښاروالۍ کې سمون راوستل پيل کوي، کابل ښاروالۍ شاوخوا ۸۰۰۰ کارکونکي او په لسګونه قرارداديان لري، حبيب زي د کابل ښاروالۍ ۸۰سلنه ارشد کارکونکي په هغو ځوانانو بدلوي چې په غرب کې زدکړې کړي او عمرونه يې د ۲۵ او ۳۵ ترمنځ دي.
اوس مهال په دې اداره کې ښاري چوپړونه چې مخکې د هيواد تر ټولو زړه او فاسده اداره وه،د يوي نوي جوړي شوي اداري په توګه د خلګو په چوپړ کې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني وزير سيد مخدوم رهين وايي:«د کابل ښاروال کيدل څه آسانه کار ندي،دا ښار هغه ستونزې لري چې هيڅ پلازمينه يې نلري.»نوموړي زياتوي خلګ نوي بدلونونه غواړي او حق هم لري چې وي غواړي مګر زه د دې ښار راتلونکي د يو ځوان ښاروال په لرلو سره چې په ټولو ستونزو او ننګونو پوهيږي روښانه وينم.
مګر ښاغلي حبيب زي وايي،هغه سياسي کړکيچونه چې په دې اداره کې د کار په مهال ورسره مخ شوي ډير جدي ندي نيولي او اوس د ولسمشر او کابل ښاريانو نه وخت غواړي تر څو کابل ښار کې مثبت بدلون راولي.
ښاغلي حبيب زي په داسي حال کې چې په ښاري غونډه کې يې د پرزينټيش پاڼي پر لپسي نندارې ته وړاندي کولو او نرم غږ يې د غونډي د څوکيو په مينځ کې په سختي اوريدل کيده،معلومات ورکول چې څنګه يې د کابل ښاروالۍ په عوايدو کې ۱۴ميليونه ډالر ډيروالي راوستي،نوي سړکونه او د ګڼي ګوڼي مخنيوي په موخه يې د ميټروبس نوي کرښې ډيزاين کړې او د ښاري ترافيکو د حالت بدلون لپاره يې نوی کړنلاره جوړه کړي،کابل ترافيک چې اوس مهال ډير لومړنۍ وسايل د مدیریت لپاره په اختيار کې لري،مګر ښاروال هوډ لري چې دغو کسانو ته ځانګړې یونفورم چې جیبي کمري او نور ځيرک وسايل هم لري چمتو کړي.