وضعیت هوا – کابل


لیست پروازها

اوقات شرعی کابل

درحال بارگذاری...

نرخ اسعار امروز

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

روزنامه‌های کابل

د پل سوخته ـ دارالامان سړک منځني ګلدان د خړوب په پار، د فاضله اوبو د تصفیې سیستم جوړ شو

21 ثور 1402

9791.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ دزرغونتیا ریاست د شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته - دارالامان سړک منځ ګلدان د خړوب په پار، د فاضله اوبو د تصفیې سیستم جوړ کړ. دزرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکيل متوکل په دې اړه وويل: دغه سيسټم د اوبو پر فلټر، واټرپمپ او په پايپونو سمبال دی او فاضله اوبه تر فلټر کیدو وروسته د ونو د خړوبولو لپاره کارول کېږي. دغه سیستم تر دې وړاندې د ښار په نورو برخو کې هم ښه پایله ورکړې ده. ښاغلي متوکل زياته کړه، چې دغه سیستم له يوې خوا د ځمکې لاندې د پاکو اوبو د ککړتيا مخه نيسي او له بلې خوا د فاضله اوبو په کارولو سره موږ کولى شو د ونو او کروندو د خړوب لپاره د ځمکې لاندې اوبو مصرف راکم کړو.