وضعیت هوای کابل

لیست پرواز ها

اوقات شرعی کابل

اذان صبح 3:30 ق-ظ
طلوع آفتاب 4:41 ق-ظ
اذان ظهر 1:00 ب-ظ
اذان عصر 4:50 ب-ظ
اذان مغرب 7:15 ب-ظ
اذان خفتن 8:45 ب-ظ

نرخ اسعار امروز

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

روزنامه های کابل

د ګذر وکیلانو د ګمارنې د شرایطو په اړه غونډه ترسره شوه

28 ثور 1402

9823.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبيب الرحمن منصور، د ګذر وکيلانو د ګمارنې د شرايطو په اړه د دوه ویشت ګونو ناحیو له فرهنګي مديرانو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال د ګذر وکیلانو مکلفیتونه او مسوولیتونه د غونډې ګډون والو ته تشریح کړل او ټینګار یې وکړ چې، د سمسور ښار او خلکو ته دهوسا ژوند رامنځته کولو په موخه، له چارواکو سره د ګذر وکیلانو د مرستو کچه باید لوړه شي. نوموړي زیاته کړه چې،  ګذر وکیلان دې باید د قانوني ښاري ژوند جوړولو په پار، د ښاریانو او مسوولانو ترمنځ د مرستې روحیه پیاوړې کړي او د ګذر وکیلانو د ګمارنې او ګوښه کولو د نوې کړنلارې له مخې دې ښاري او ټولنیزې ستونزې په ګوته او د هغو د له منځه وړلو په نیت دې، له اړوند مسوولانو سره هر اړخیزې مرستې وکړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري د ګذر وکیلانو د ګمارنې او ګوښه کولو د نوې کړنلارې او د ګذرونو د ویش د نوې کړنلارې په اړه وضاحت ورکړ او ټینګار یې وکړ چې، د ناحیو مسوولان باید د ګذروکیلانو په ټاکنه کې له احتیاط او امانتدارۍ څخه کار واخلي.  دګذر وکیل د خلکو  استازي دی او باید ښه شهرت، نیک اخلاق او اړینې زده کړې ولري. په دې غونډه کې د ناحیو د فرهنګي برخې مدیرانو د کابل ښاروالۍ مشر تابه ته خپلې ستونزې وړاندې کړې، چې د لازمو اجرااتو په موخه یې لازمې سپارښتنې وشوې